بلخاب کې ځايي سرچینې: طالبانو د یو شمیر بې ځایه شویو وسایط «غنیمت» کړي

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو د یو شمېر بې ځایه شویو کسانو موټر او موټرسایکلونه «غنیمت» کړي دي.

بلخاب کې د طالبانو او مولوي مهدي مجاهد ترمنځ د څو ورځنۍ جګړو له امله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

زياتره بې ځايه شوي د «گلورز»، «دوشاخ»، «استوان»، «جرم»، «گوخ»، «جه»، «زو»، «سرخک ‌بلاق» او «للندر» کلیو اوسېدونکي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په يادو کليو کې طالبان ځای پرځای شوي دي.

په بلخاب کې يوې ځايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې دغه بې ځایه شویو د تیښتې پر وخت خپل موټر او موټرسايکلونه د «للندر» او «سرخک ‌بلاق» په کليو کې پریښي وو.

د سرچينې په وينا، طالبانو پر دغو دوو کليو بريد کړى او د خلکو ټول موټر يې غنیمت کړي دي.

په بلخاب کې طالبان د ملکي وګړو په وژلو او له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن شوي دي. خو دغه ډله په بلخاب کې د ملکي وګړو د ژوند او مال د زيان خبره ردوي.

په بلخاب کې سرچينې وايي، طالبانو د ځينو کليو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د شپې له خوا له خپلو کورونو بهر نه شي، شاید د لیزري وسلو ښکار شي.

له بلې خوا بیا سرچینه زیاتوي چې په سرپل کې د طالبانو د والي له لوري بې ځایه شویو کورنیو ته د ستنیدو ډاډ ورکول شوی خو، دوی د ویرې له امله ستنیدو ته چمتو نه دي.

په همدې حال کې سرچینې د کډوالو وضعیت کړکېچن بولي او وايي چې په بدو شرایطو کې درو او غرونو کې ژوند تیروي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بلخاب بې ځایه شویو ته د هیڅ مرستندویه ادارې مرسته نه ده رسیدلې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه