اطلاعات روز: د طالبانو دفاع وزیر کابل کې د عالمانو د غونډې له ګډون والو غوښتي چې دوی ته داسې مشورې ورکړي چې بهرنۍ تګلاره څنګه جوړه کړي ترڅو نړۍ یې په رسمیت وپیژني.
نموړي په خپلو خبرو کې د دیني عالمانو ناستې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د شریعت په چوکاټ کې طالبانو ته مشورې ورکړي چې هم په داخلي او هم بهرني سیاست کې پرمختګ وکړي.
مجاهد وویل: «موږ د شریعت په چوکاټ کې ستاسو هره مشوره قبلوو په ډاډه زړه مشورې راکړئ. له نږدې یوه کال راهیسې هیڅ اسلامي او غیر اسلامي هیواد زموږ نظام په رسمیت نه دی پیژندلی موږ ته مشورې راکړئ چې بهرنۍ تګلاره څنګه جوړه کړو چې نړۍ مو په رسمیت وپیژني.»
د افغانستان ملي راډیو چې د طالبانو تر کنترول لاندې خپرونې کوي کابل کې د عالمانو د غونډې ژوندی بهیر خپروي چې په دې غونډه کې د نورو ګډون والو ترڅنګ د طالبانو دفاع وزیر هم خبرې وکړې.
ملا یعقوب په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې په افغانستان کې نوره جګړه نه غواړي او اوسنی نظام یې باید له لاسه ونه وځي.
کابل کې د دینې عالمان لویه غونډه نن پېل شوې د ملي تلویزیون په ریپوټ کې ویل شوي چې دا غونډه به د مولوي حبیب الله حقاني په مشرۍ درې ورځې دوام وکړي.
د طالبانو په وینا په دې غونډه کې تر ۳۵۰۰ زیاتو علماوو او قومي مخورو ګډون کړی دی.
دا غونډه د تړلو دروازو تر شا او د رسنیو له مستقیم پوښښ پرته دا مهال روانه ده.
د طالبانو مخالفینو په کابل کې د علماوو د غونډې جوړېدل د دې ډلې لخوا د مشروعیت د ترلاسه کولو هڅه بللې ده.
دغه راز په دغه غونډه کې ښځو ته په برخه نه ورکولو توندې نیوکې شوي؛ خو طالبان وايي چې د ښځو استازیتوب نارینه کوي ځکه چې نارینه د ښځو اولادونه دي.
