اطلاعات روز: د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د جګړې بې ځایه شویو ترمنځ دوه بارداره میرمنې هم شاملې وې، چې په دې وروستیو ورځو کې یې په غرونو کې ولادت کړی دی.
یوې ځايي سرچینې نن (چهارشنبه، ۸ د چنګاښ) اطلاعات روز ته وویل چې د دغو مېرمنو ماشومان ژوندي او روغ دي؛ مګر د سړې هوا له امله په «سخت» حالت کې قرار لري.
په بلخاب د طالبانو له برید وروسته لسګونه کورنۍ غرونو ته کډه شوې دي.
اطلاعات روز ورځپانې ته په رالېږل شوې ویډیو کې بې ځایه شوې کورنې په بې سرپنا حالت کې لیدل کېږي.
تر دې مخکې یو شمیر سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي و، چې له بلخاب څخه د بامیان یکاولنګ ولسوالۍ ته شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي.
داسې ادعاوې کېږي چې طالبانو په بلخاب کې د ملکي وګړو په وژلو لاس پورې کړی. یادې ادعاوې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونه اندیښمن کړي دي. خو طالبان په بلخاب کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ردوي.
په ورته وخت کې ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو له هر کلي څخه ۲۰ ميله وسلې غوښتې او له هر کور یې ۵۰۰ افغانۍ طلب کړي دي.
یوې سیمه ییزې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو دغه غوښتنې نن د بلخاب ولسوالۍ د مرکز اړوند د کلیو له مشرانو سره په لیدنه کې کړې دي.
د سرچينې په وينا، طالبانو ځايي مشرانو ته سپکاوى کړى او هغوی ته يې ويلي، چې هر کلی بايد شل ميله وسلې طالبانو ته وسپاري. دغه ډول هر کور ۵۰۰ افغانۍ او شپه او ورځ کې به دوه ډوډۍ طالبانو ته ورکوي.
طالبان په بلخاب کې د خپل ناراضه قومندان مولوي مهدي سره نښته وکړه. په داسې حال کې چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو هڅې ناکامې شوې او بالاخره طالبانو د بلخاب پر ولسوالۍ برید وکړ.
