ننګرهار کې وسله والو غلو د عامو خلکو ژوند تریخ کړی دی

اطلاعات روز: ننګرهار میشتي شکایت کوي چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې لارې شکوونکي وسله وال غله زیات شوي، چې له امله یې خلک سخت په تنګ راغلي او نشي کولای په ډاډه زړه له یو ځای بل ځای ته تګ راتګ وکړي.

د فقیرمحمد په نامه د جلال اباد ښار یو اوسیدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په ښار کې هره ورځ وسله وال غله د خلکو کورونه لوټي او په زوره ترې د کور وسایل او نور توکي غلا کوي،چې دې حالت ښاریان  اندېښمن کړي دي.

فقیرمحمد زیاته کړه: «په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې وسله وال غله دومره زیات شوي چې هیڅوک ترې په ارامه ژوند نشي کولای، څه موده وړاندې دوه غلو چې چاقو او وسله ورسره وه له ما یې د فارم هډې په سیمه کې په زوره پېسې او د جیب نور توکي واخیستل او همدارنګه ښار کې خو بیخي زیات شوي او ولسوالیو کې هم دا وسله وال غله زیات شوي او د ځینو کورونه څخه یې د طالب ځواکونو په نوم غلاوې کړي دي؛ زمونږ غوښتنه دا ده چې باید حکومت یې مخه ونیسي او نیول شویو غلو ته سخته سزا ورکړي.»

د جلال اباد ښاریان وایي، وسله وال غله د ښار په ګوڅو کې راوځي او هرڅه درڅخه لوټ کوي

د نظر خاوندان بیا د غلاو د زیاتیدو لامل په لویه کچه د ځوانانو بې روزګاري یادوي.

لیکوال او ژورنالېست شاه محمود له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل،په دې وروستیو کې په زیات شمېر ځوانان بې روزګاره شوي، چې له همدې امله یې د خلکو لوټلو او غلاوو ته مخه کړې ده.

هغه وایي که امنیتي ادارې د وسله والو غلو د مخنیوي ترڅنګ بې روزګاره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي نو ښايي تر ډیره  دا ډول شکایتونه را کم شي.

شاه محمود زیاتوي:«د غلاوو د زیاتیدو یو لامل د ځوانانو بې روزګاري ده، چې د سیاسي بدلون سره زیات شمیر ځوانان بې روزګاره شول او اوس یې ځینو له مجبورۍ غلاوو ته مخه کړې، حکومت یې باید مخنیوی هم وکړي او تر څنګ دې خلکو ته دکار کولو زمینه برابره کړي چې غلاوې کمې شي.»

طالب امنیتي چارواکي هم مني چې په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې وسله وال غله زیات شوي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د استخباراتو رییس ډاکټر بشیر وایي، چې ځواکونو یې په دې وروستیو کې د وسله والو غلو هغه نهه کسیزه ډله نیولې، چې خلکو ته یې ځانونه د اسلامي امارت غړي معرفي کول او په دې نوم به یې د عام وګړو کورونه لوټل.

ډاکټر بشیر زیاتوي:«امنیتي ځواکونو د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې ۹ هغه غله نیولي چې دخلکو له کورونو څخه د طالبانو په نوم غلاوې کولې او له ځینو کورونو یې سره زر او همدارنګه نور توکي هم غلا کړي وو، چې امنیتي ځواکونو اوس دا غله نیولي او غلا شوي توکي یې بیرته خپلو څښتنانو ته سپارلي دي، ولس ته ډاډ ورکوو چې مونږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو، چې د خلکو ژوند وګواښي.»

ننګرهار کې داسې مهال عام خلک د غلاوو او نورو جنایي پېښو له زیاتیدو شکایتونه کوي، چې د دغه ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د طالبانو په راتګ سره ننګرهار کې  جنایي جرمونو کچه راکمه شوې ده.

خو عام خلک بیا زیاتوي، ، چې ډېری وسله وال غله له موټرسایکلو په استفادې دا ډول غلاوې ترسره کوي او که پر موټر سایکلو ګرځبندیز ولګول شي ښايي مثبته پایله ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه