اطلاعات روز: د کندهار ولایت سوداګرو د پکتيکا او خوست ولايتونو له زلزله ځپلو سره تر دې دمه ۲۸ ميليونه افغانۍ مرستې کړې دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال حاجي عبدالباقي بنا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې خونې مسوولينو له زلزله ځپلو سره د نغدي مرستې کولو يو کمپاين په لار اچولی چې پر مټ يې تراوسه شاوخوا ۹ ميلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.
نوموړی زياتوي، چې د پکتيکا او خوست ولايتونو له زلزله ځپلو سره د دغه کمپاین ترڅنګ د کندهار يو شمېر سوداګرو په شخصي ډول هم مرستې ترسره کړي.
دی وايي، ملي تجار محمد يوسف مهمند د نهه میلیونه افغانۍ په اندازه خوراکي مواد لېږدولي او همدارنګه احمد نبي زاده د لس ميليونه افغانۍ له سرې مياشتې سره نغدي مرسته کړې ترڅو زلزله ځپلو ته يې ورسوي.
د بنا په خبره، چې اوس مهال پلان لري څو دغه راټولې شوې مرستې په نغدي ډول او د اړتيا وړ اوليه موادو په رانيولو سره تر زلزله ځپلو خلکو پورې ورسوي.
دغه راز کندهار کې يو شمېر خيره بنسټونو هم د مرستې د راټولولو خېمې درولي او د دې ولايت خلک خپلې مرستې له همدغه طريقه ورکوي.
د عرفان په نوم خیریه بنسټ يو د هغو له جملې څخه دی چې د ښار په څو بېلابېلو واټونو کې د مرستې راټولولو خېمې درولې دې.
د دې بنسټ وياند شمس الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، د تېرو دوو ورځو راهیسې يې د مرستو راټولولو لړۍ پېل کړې ترڅو یادې مرستې تر زلزله ځپلو پورې ورسوي.
د يادونې وړ ده چې د کندهار په شمول په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دغه ډول کمپاینونه په لاره اچول شوي څو د پکتيکا او خوست ولايتونو له زلزله ځپلو سره نغدي او خوراکي مرستې راټولې کړي او بيا یې تر هغوئ پورې ورسوي.
