اطلاعات روز: کندهار کې طالب مسوولین وایي، په دې ولایت کې یې پاکستان ته د ۵۰۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.
کندهار کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو وياند مولوي نذير احمد شکيب وايي، تېره ورځ (شنبه، ۴ د چنګاښ) یې د کندهار په ریګستان ولسوالۍ کې پاکستان ته د پسونو د قاچاق په تور لس تنه نیولي دي.
نوموړي وويل، دغه کسانو غوښتل پاکستان هېواد ته ۵ زره پسونه پر يو ځای قاچاق کړي چې دوی يې مخنيوی کړی دی.
هغه زیاتوي، ياد پسونه يې د قاچاق کوونکو سره يوځای د کندهار ولايت د رېګستان ولسوالۍ په «درزي ګېټ» سيمه کې نيولي.
د ده په خبره کوم پسونه چې يې له قاچاق کوونکو سره نيولي بيرته يې افغانستان ته له قاچاق کوونکو سره يو ځای ستانه کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت اوس مهال پاکستان هېواد ته د يو شمېر نورو توکو د قاچاق ترڅنګ د پسونو قاچاق هم بند کړی دی.
