د هند، ایران او ځینو نورو هیوادونو بشري مرستې خوست ته رسېدلي

اطلاعات روز: له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو په دوام د هند، ایران او ځینو نورو هیوادونو د خوراکي او غیرې خوراکي توکو بار الوتکې د خوست ولایت هوايي ډګر ته رسېدلې دي.

د دغه ولایت چارواکو ویلي، وړمه ورځ د اېران، هند، عربې متحده اماراتو او ځینو نورو هیوادونو له خوا شوې د لومړنیو توکو مرستې په الوتکو کې د خوست هوايي ډګر ته رسېدلي، چې د دوی په خبره اوس مهال یې پکتیکا او د خوست سپېرې ولسوالۍ ته د لېږد چارې روانې دي.

د خوست لپاره د طالبانو والي محمد نبي عمري رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د لومړنیو خوراکي او نورو توکو سربېره ځینې سیار روغتیايي ټیمونه دغه ولایت ته رسېدلي او په هوايي ډګر کې د ټپیانو درملنې لپاره لاس په کار شوي دي.

هغه وویل: «نن خوست ولایت ته د عربي متحده ایالتو یو الوتکه چې په توکو بار وه را ورسېدله او پرون هم د ایران هیواد له لوري د الوتکې په ذریعه مواد په خوست هوايي ډګر کې ښکته شول. د دې سربېره د هندوستان بشري مرسته هم کابل ته رسېدلې چې هغه به هم زلزله ځپلو کورنیو ته ورکړل شي. په مرسته شویو مواد کې خوراکي توکي، خېمې، کمپلې او نور اړین مواد شامل دي »

عمري همدا راز ډاډ ورکړ، چې شوې مرستې به په عادلانه ډول اړمنو او ځپل شویو کورنیو ته ووېشل شي.

په همدې حال کې بیا د زلزلې قربانیان او عام وګړي د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې په کور دننه او د بهرنیو هیوادونو له لوري شوې مرسته دې مستحقو او زلزله ځپلو کورنیو ته ووېشل شي، دوی دا غوښتنه په داسې مهال کې کوي، چې تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازه خپره شوې وه، چې د مرستو لپاره د پکتیکا ولایت له ارګون ولسوالۍ ګیان او برمل ته خلکو کډې کړې وې.

د زلزلې یو تن قرباني چې ځان میرویس معرفي کوي داسې وویل: «مونږ هیله لرو چې کېدونکې مرستې باید پر وخت او هغو خلکو ته ورسول شي، چې اوس یې د سرپناه لپآره هیڅ هم نه دي پاتې شوي او هم یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.»

د پکتیکا ولایت یو تن فعال ځوان چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي وویل، چې ځینې کورنۍ د مرستو لپاره ګیان ته د تګ هڅه کوي.

تېره چهار شنبه یوې زوروې زلزلې چې مرکز یې د خوست ولایت ښودل شوی و، د هیواد نورو ولایتونو ترڅنګ خوست او پکتیکا ولړزل، چې د ګڼو مالي زیانونو سربېره په ګیان، زېړوک، برمل سپېرې ولسوالیو کې له شاوخوا ۲۵۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ، ژوبله واړوله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه