د پلازمینې پر لور پلي تګ؛ درې تنه هلمندي کارګر غواړي د بې روزکاره کسانو غږ تر کابله ورسوي

اطلاعات روز: د هلمند ولایت څخه درې تنه کارګر پلي د کابل پر لور روان شوي ترڅو د ۶۰۰ بې روزګاره کسانو غږ د طالبانو تر لومړي وزیر پورې ورسوي.

دغه درې تنه کارګر وايي، د ۶۰۰ بېکاره کسانو په استازيتوب يې دغه ګام اوچت کړی او خپل سفر ته به تر هغو ادامه ورکړي څو یې طالب مسوولین غږ واوري.

محمدالدين چې له هلمند ولايت څخه کندهار ته پلي رسېدلی اطلاعات روز ورځپاڼې ته یي وویل، له دغه کار څخه يې هدف دا دی څو د طالبانو د حکومت له ریيس الوزرا سره وويني او خپلې ټولې شته ستونزې ورته واوروي.

پر تڼاکو پښو دغه راغلي کس زياته کړه، هغه سازمانونه چې د مستحقو کسانو په نوم له نړيوالو څخه مرستې راټولوي بايد یې دوی ته وسپاري ترڅو په شفاف ډول تر غريبو کورنيو پورې ورسېږي.

د محمدالدين په خبره: «موږ خپل په منځ کې يوه ۶۰۰ کسيزه اتحاديه جوړه کړې، له دې طريقه د غريبانو د حق غوښتنه کوو، نه موټر لرو او نه هم نور فساد کو، يوازې غواړو څو په مرستو کې شفافيت رامنځته شي او د غربت لمن ټوله شي.»

د دې ډلې یو بل کس دروېش مرادي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، ځکه يې د کابل په لور حرکت کړی چې ستونزې يې تر پخوا څو چنده ډېرې شوي. په کور کې د خوړلو له پاره څه نه لري او مجبور شوی څو دا کار وکړي.

دغه کس وويل، حکومت دې ورته د کار زمينه برابره کړي او په راتلونکي کې دې ورسره مرستې ترسره شي.

درویش وایي، تر دې وړاندې چې پر پښو د کابل په لور روان شي د طالبانو له وياند ذبیح الله مجاهد سره یې کتلي او هغه ورته د حل ډاډ ورکړی خو په وينا یې:«بې فایدې».

دغه درې تنه زیاتوي، چې نه د نړيوالو او داخلي موسېساتو له لوري ورسره مرسته کېږي او نه حکومت ورته حاصه پاملرنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په ډېرو سيمو کې د اقتصادي مشکلاتو له امله ډېر شمېر کسان له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه