اطلاعات روز: په هلمند کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر رامنځته شوې شخړه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس حافظ راشد هلمندی وايي تيره ورځ ( سه شنبه، ۳۱ د غبرګولي) د دغه ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د دوه ډلو ترمنځ د ځمکي پر سر خپل منځې شخړه شوې ده.
هغه وايي د شخړې ټپیان یې د درملني په موخه د ناوې ولسوالۍ روغتيايي کلينیک ته لیږدولي دي.
د راشد په خبره چې په دغه شخړه کې ښکيل کسان يې نيولي او دامهال ترې څیړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په یو شمير ولايتونو کې دعامو خلکو ترمنځ خپل منځي شخړې زياتې شوي دي.
