د لغمان ولایت اوسیدونکي له بې روزګارۍ سر ټکوي

اطلاعات روز: لغمان میشتي وايي، په هېواد کې وروستي سیاسي بدلون له کبله ایران او پاکستان ته نه شي تللی او په کور دننه ورته د کار زمينه نه ده برابره چې له همدې کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 دوی شکایت کوي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې بې روزګاري زیاته شوې چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. 

سید ولي شاه د دغه ولایت مرکز مهترلام ښار ته د کار په لټه راغلی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په هېواد کې وروستي سیاسي تحول سره د ټولو خلکو کاروبارونه خراب شوي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړی وایي، چې په کور دننه د کارونو د نشتوالي له امله ډېری ځوانان اړ کېږي، چې په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته ځانونه واړوي، خو په خبره یې چې وروستي بدلون سره دا چاره هم ناممکنه شوې ده.

لغمان کې غام وګړي وایي، دطالبانو راتګ سره هیڅ کاروبار نشته او لارې هم بندې دي چې نورو هیوادونو ته کار پسې لاړ شي

سیدولي شاه زیاتوي:«له کله چې سیاسي بدلون رامنځته شوی او نظام بدل شوی کار کسب نشته او هره ورځ راځو د کار لپاره خو ډیر وخت مونږ ته کار نه پیدا کیږي، بس څه وکړو هلته یې رانه کورنۍ غواړي چې باید مزدوري وکړو؛ خو دلته چې راشو بیا راته کار نه پیدا کیږي.

زیاتره ځوانان ترکیې او ایران ته لاړل ځینې په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او ځینې بیا ځان تر منزله رسوي، خو له حکومت غوښتنه کوو چې ځوانانو ته دې د کاروبار زمینه برابره کړي.»

د لغمان یو بل اوسیدونکی برهان الله چې هم مرکز مهترلام ته د کار د پیدا کیدو په موخه راغلی، له مسوولینو غواړي چې ځوانانو ته دې په کور دننه کاري زمینه برابره کړي، څو نورو هېوادونو ته د کار په لټه په مرګونو لارو له تګه راوګرځول شي.

برهان الله زیاتوي:« بې روزګاري ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده او که دا حالت دوام وکړي خلک به نور هم له ستونزو سره مخ شي، له حکومته غواړو چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او بهر ته يې په ناقانونه توګه له تګه راوګرځوي.»

اخوا لغمان کې طالب چارواکي هم تر یوه بریده په دغه ولایت کې د بې رزګارۍ ستونزه مني خو وایي، په دې وروستیو کې یې په دې ولایت کې په بېلابېلو رغنیزو پروژو کې سلګونو ځوانانو ته کاري زمینه برابره کړې ده.

د لغمان لپاره د طالبانو والي قاري ذین العابدین عابد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به په دې ولایت کې د شاهي کانال چارې پیل شي چې پکې به شااوخوا ۱۰ زره بې روزګارو وکړو ته د کارزمینه برابره شي.

لغمان کې د طالبانو والي وایي، کوښښ کوي چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او نږدې راتلوونکي کې به د شاهي کانال کارونه پېل شي چې لس زره کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شي

والي همداراز زیاتوي چې په یو شمېر نورو پروژو کې به هم چې په نږدې راتلونکي کې  په لغمان کې پیلېدونکي دي، سلګونه ځوانان بوخت کړي.

عابد زیاته کړه:«له دې سره سره چې اقتصادي بندیزونه پر افغانستان لګېدلي دي، خو د لغمان لپاره ډېرو کسانو ته  د کار زمینه برابره کړې، حتی تاسو کولی شئ عملآ دغه دښتې ته ولاړ شئ، ایران نه خلک راغلي او بېرته دلته کار کوي، دغسي موږ د پلان له مخې دلته يوه دښته بله لرو چې هلته هم تقریبآ شل تجاران او غټو غټو شرکتونو والا موږ راغوښتي، هغو سره په تفاهم کې يوو، هلته هم موږ سره وعده شوې چې شل زره بې روزګاره کسان به هلته هم مصروفېږي.»

د وروستي سیاسي بدلون را وروسته بې روزګاري پراخه شوې،چې له کبله یې نه يواځې په لغمان بلکې د هېواد په ګڼ شمېر نورو سیمو کې هم ځوانان له بې روزګارۍ شکایتونه کوي. خلک له حکومت غوښتنه کوي چې ځوانانو ته دې په کور دننه د کار کولو زمینه برابره شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه