د افغان محصلینو نا معلوم برخلیک؛ پوهنتونونو ته تازه بریالي شوي محصلین زده کړو ته نه ورځي

اطلاعات روز: په سویل ختیځ زون کې پوهنتونونو ته تازه بریالي شوي یو شمیر محصلین د بېلابېلو ستونزو له امله لاهم زده کړو ته نه دي حاضر شوي.

پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر د دغه زون هغه ولایتونه دي، چې د کانکور له لارې ورته سږ کال زرګونه نوي زده کوونکي کامیاب شوي خو د څو میاشتو په تېرېدو لاهم نیمايي برخه یې زده کړو ته نه دي حاضر شوي.

په پکتیا پوهنتون کې یو استاد د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې سږ کال دغه پوهنتون ته ۲۸۰۰ نوي ځوانان کامیاب شوي خو د زده کړو له پېل تر دې دمه ۱۶۰۰ تنو د بېلابېلو لاملونو له امله لاهم د پوهنتون په دروازه پښې نه دي ور دننه کړي او یوازې یې پاتې برخه په ټولګیو کې زده کړې کوي.

واک ته د طالبانو رسیدو وروسته هلکان او نجونې د یو شمیر ستونزو له امله پوهنتونونو ته نه ورځي او وايي چې اوس وخت کې د زده کړو کول د وخت ضایع کول دي

هغه وویل: «سږ کال د پکتیا پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ته څه کم ۳۰۰۰ محصلین کامیاب شوي خو تر اوسه د مختلفو لاملونو له وجې اوس یوازې ۱۲۰۰ شاوخوا زده کړو ته راځي او پاتې نور یې لاهم خپلو زده کړو ته نه دي راحاضر شوي.»

د پکتیا له پوهنتون و هاخوا په پکتیکا ولایت کې هم ورته وضعیت دوام لري د دغه ولایت پوهنتون ته هم سږ کال …..زده کوونکو لاره موندلې وه، خو د تېر جمهوري نظام له سقوط او د زده کړو له پیل تر دې دمه له نیمايي هم زیاته برخه په کورونو ناست دي او د هغوی په فکر په اوس وخت کې لوړې زده کړې کول د وخت ضایع کول دي.

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې یو تن اوسېدونکي ساعت ملوک اطلاعات روز ته وویل، چې ډیری ځوانان په دې فکر کې دي، چې حالتو ته په کتو په افغانستان کې عصري زده کړې کول ځای نه نیسي او د هغه په خبره د ځینو پخوانیو دولتي کارمندانو بې دندې کېدو د نویو ځوانانو روحیه لا کمزورې کړې ده.

نوموړي وویل: «رښتیا هم چې د لوستو ځوانانو روحیه او راتلونکي ته خوشبیني خورا کمه شوې، نو ځکه دوی نه غواړي په پوهنتون کې زده کړې وکړي. زه ډېر داسې ځوانان پېژنم چې تازه کامیاب شوي خو اوس په خپلو کروندو کې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله کار کوي، څوک له مستریانو سره مصروف وي.»

تازه کامیاب شوی زده کوونکی عبدالمالک چې د پکتیکا ولایت پوهنتون ته یې لاره موندلې له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې له دوی سره د لومړي ټولګي په حاضري کې ۳۲ کسان شامل دي، خو د نوموړي په وینا چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یوازې ۱۳ تنه د درس لپاره ورځي.

یو محصل وایي، چې تر نیمایي زیات ټولګیوال یې زده کړو ته نه راځي

مالک وویل: «زه سږ کال د پښتو ادبیاتو پوهنځي ته کامیاب شوی یم، مونږ په حاضري کې ټول ۳۲ همصنفیان شامل دي، خو کوم چې د عملي زده کړو لپاره راځي هغه د یوې جلۍ په ګډون ۱۳ نفره کیږو نور تر اوسه نه دي راغلي او نه یې هم په اړه کوم معلومات لرو.»

د پکتیا پوهنتون طالب مشر عبیدالله اخندزاده بیا په کم تعداد زده کړو ته د نویو کامیاب شویو زده کړیالانو حاضرېدل ردوي او وايي، چې اوس مهال د ټولو پوهنځیو صنفونو ته پوره محصلین حاضري ورکوي.

پوهنتونونو ته د محصلینو نه حاضرېدل یواځنی ستونزه نه ده، بلکې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هیواد له مشهورو پوهنتونونو ګڼ استادان له هیواده وتلي او یا یې هم خپلې دندې پریښې دي، چې دې کار د لوړو زده کړو بهیر خورا ټکنی کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه