ریچارډ بېنټ: پر مذهبي لږکیو د سیستماتیک بریدونو مخه نیول څیړنې او حساب ورکولو ته اړتیا لري

اطلاعات روز: د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ په کابل کې د هندوانو پر یوه معبد د داعش برید غندلی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې پر مذهبي اقلیتونو د سیستماتیک بریدونو مخه نیول څیړنې، د اسنادو وړاندې کولو او حساب ورکولو په ګډون عملي اقدماتو ته اړتیا لري.

یو شمیر وسله والو د شنبې ورځ (۲۸ د غبرګولي) سهار د کابل په کارته پروان سیمه کې د هندوانو پر یوه عبادتځای برید وکړ.

د ځايي خلکو په وينا، دغه بريد له څو چاودنو سره مل و؛ خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د موټر بم او یو لاسي بم چاودنې تاییدوي. د دغه وزارت په وینا، په برید کې لږ تر لږه یو هندو هیواد وال او یو طالب سرتیری وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي. یو شمیر غیر رسمی سرچینې بیا دغه برید کې د مرګ ژوبلې کچه تر دې لوړه ښیي.

داعش ډلې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې دا یې د هندي چارواکو له خوا د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په غبرګون کې کړی دی.

په تیرو وختونو کې هم په افغانستان کې د سیکانو او هندوانو اقلیتونه په مکرر ډول په وژونکو بریدونو کې په نښه شوي، چې داعش ډلې د دې چاودنو مسوولیت منلی دی.

د تېر کال د وري میاشتې په شپږمه نېټه په کابل کې د سیکانو پر یوه معبد ځانمرګی برید وشو چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پکې ووژل شول او اته نور یې ټپیان کړل.

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په یوه ټوېټ کې د پرونۍ حملې په غبرګون کې لیکلي چې هرڅوک حق لري چې په سوله کې ژوند او عبادت وکړي.

هغه ویلي: «زه په کابل او کندز کې د سیکانو او صوفیانو پر ټولنو بریدونه په کلکه غندم. په افغانستان کې پر مذهبي لږکیو د سیستماتیک بریدونو مخه نیول څیړنې، د اسنادو وړاندې کول او حساب ورکولو په ګډون عملي اقداماتو ته اړتیا لري.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه