اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په ځنګل کې اور لګیدلی دی.
د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ یوه اوسیدونکي نصرت الله نن (شنبه، ۲۸ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې له تیرې شپې راهیسې د دغې ولسوالۍ د پنکزیو سیمې اړوند «مونډۍ» کلي ځنګل کې اور لګیدنه رامنځته شوې ده.
نوموړی وایي، ځايي خلک د اور وژلو هڅه کوي خو تراوسه بریالي شوي نه دي.
تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې د نورستان، کونړ او خوست ولایت په ځنګلونو کې هم اور لګیدنه رامنځته شوې وه، چې له امله سلګونه جریبه ځنګل سوځیدلی و.
