سپین بولدک کې افغان مسافرو سره د پاکستاني عسکرو ناوړه او د سپکاوي ډک چلند

اطلاعات روز: د کندهار سپين بولدک له لارې پاکستان هېواد ته پر دوستۍ دروازه تلونکي مسافر شکايت کوي چي د پاکستاني ځواکونو له لوري يې د ښځو او نارينوو بې عزتي کېږي او د دښمنانو په سترګه ورته ګوري.

د دغو مسافرو شمېر چې لسګونه زره کسانو ته رسېږي اوس له سختو شرايطو او ډېر ستونزمن حالاتو سره مخ دي.

که څه هم دې دروازې ته د دوستۍ نوم ورکول شوی، خو بيا هم افغان مسافر دلته له ډېرو ستونزو سره مخ دي او کله ناکله له ګاونډ پاکستان سره د نښتو راپورونه د همدغه ځای څخه ورکول کېږي.

د وکيل احمد په نوم اته ويشت کلن ځوان چې غواړي له هېواد څخه د تداوۍ په پار پاکستان ته ولاړ شي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، پاکستاني ځواکونه ورته سخت تکلیف رسوي، ښځې او نارینه ټول په يو صف کې ولاړ وي او د ښځو بې عزتي کېږي.

وکیل احمد زياتوي چې د دوستۍ دروازې ټول واک اوس د پاکستاني ملیشو په لاس کې دی او هغوی له افغانانو سره ډېر سپک چلند کوي.

سپین بولدک کې افغان مسافر وایي، پاکستاني ملیشه ورسره ډیر سپک چلند کوي

د ده په خبره، پخوا افغان مسافرو ته پر تذکره باندې د تګ اجازه ورکول کېده خو اوس مهال پاکستاني سرتیري د افغان مسافرو تذکره او پاسپورټ نه مني او دغه هېواد ته يې له ننوتلو سره مخالفت کوي.

وکیل وایي، پاکستاني پوځيان افغان مسافرو ته هغه وخت د تللو اجازه ورکوي چې رشوت ورکړي.

وکیل زیاته کړه: «داسې ظلمونه چې اوس پاکستاني مليشه له افغانانو سره کوي په کفر کې هم ندي شوي، که د طالبانو حکومت وي او که نړيواله ټولنه وي زموږ غم دې وخوري، ښځې مو بې عزته شوې، ننګ او ناموس مو د خاورو سره خاورې شو، پاکستاني ملیشه موږ ته د دښمنانو په سترګه ګوري مجبوره یو چې له خپل هیواده ولاړ شو ځکه دلته نه کار شته او نه هم د تداوۍ له پاره سم ډاکټر، زموږغږ واورئ او غم مو وخورئ.»

څلور دېرش کلن محمد صادق چی غواړي خپله مور پاکستان هېواد ته د درملنې له پاره بوځي اطلاعات روز ته وویل، له يوې خوا يې د ناروغې مور حالت د خرابيدو په حال کې دی او له بلې خوا پاکستاني مليشه اجازه نه ورکوي څو دغه هېواد ته ور ننوځي.

محمد صديق زياته کړه اوس له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی او هغه پيسې هم خلاصي شوي کومي چې ده د خپلې مور د درملنې له پاره له ځان سره وړې وې.

دغه کس د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي څو ستونزې يې واوري او د خل لاره ورته پيدا کړي.

دی وايې، پخوا به د پاکستان حکومت پر ساده تذکرې اجازه ورکوله خو اوس ان پاسپورټ هم نه مني.

د سپین بولدک دروازه کې پاکستاني عسکر نه دافغانانو تذکره مني او نه پاسپورت ته کوم ارزښت ورکوي

د نوموړي په خبره چې اوس مهال افغانان هلته له ډېرې بې عزتۍ سره مخ دي او د ښځو او نارينوو فرق نه کېږي.

محمد صديق زیاتوي: «زما په څېر ډېر شمېر نورو کسانو هم خپل ناروغان راویستي، ډېر کسان تر پښو لاندې شول او ډېرو ناروغانو د ځنډ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، ما چې کومې پيسې له ځان سره راوړې وې هغه اوس ټولي خلاصې شوې او اوس يوه افغانۍ هم نه لرم، حکومت دې يا زموږ غم وخوري يا دې دا دروازه د تل له پاره وتړي.»

و مو غوښتل څو په دې اړه د طالبانو له مسوول چارواکو سره وږغېږو خو د لا ډېرو اړیکو او هڅو سره بيا هم بريالي نه شولو.

یاده دې وي چې پاکستان د خلکو ترڅنګ د افغانستان پر تازه میوه هم تر نا معلومې نیټې پورې بندیز لګولی په داسې حال کې چې د پاکستان تازه میوې او صادرات د افغانستان پر خاوره تر منځنۍ اسیا پورې رسیږي او تر اوسه یې هیچا مخنیوی نه دی کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه