د ارزګان ښځینه زده کوونکې: طالبان دې د مدرسو په لباس کې ښوونځیو ته د تګ اجازه راکړي

اطلاعات روز: نږدې لس میاشتې کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پرمخ د شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي او وایي چې د نجونو زده کړو بیا پېل لپاره پر یوې جامع طرحه کار کوي چې لا هم نده جوړه شوې.

د هېواد د نورو ولايتونو په څير په ارزګان کې هم واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي، د دې ولایت نجونې وایي چې طالبانو د مدرسې ښځينه زده کوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړې خو ښوونځي يې د دوی پرمخ تړلي دي.

دغه زده کوونکې وايي، چې د دوی لباسونه د مدرسو د ښځينه زده کوونکو په پرتله منظم او پر ټولو اسلامي اصولو برابر جوړ شوی.

هغوی وايي دمدرسو ښځينه زده کوونکې په هغه لباسونو کې زده کړې کوي کوم چې په کور کې يې په تن وي خو په خبره يې چې دوی د ښوونځي لپاره خاص او مشخص لباس لري چې په اسلامي اصولو برابر دی.

دغه زده کوونکې زیاتوي، د دې له پاره چې طالبانو د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي نو اوس د ښوونځيو څخه پرشاه شوي او مدرسو ويلو ته يې مخه کړي ده.

د دوی به خبره که طالبان نور هم د نجونو پرمخ د ښوونځيو د تړل کيدو موضوع اوږده کړي د افغانستان نجونې به د زده کړو په برخه کې له ستونزو سره مخ شي او زيان به يې ټولو افغانانو ته ورسيږي.

په اړه يې دوې ښځينه زده کوونکو اطلاعات روز ته وويل د دوی په شمول ګڼې نجونې دامهال په مدرسو کې زده کړې کوي.

دغه نجونې له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې دوی ته دې د مدرسو په جامو کې اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي او پردې خبره ټینګار کوي چې په مدرسو کې يوازي اسلامي زده کړې ترسره کيږي او په ښوونځيو کې اسلامي او عصرې دواړه ترسره کيږي.

نجونې وایي، زموږ جامې په ټولو اسلامي اصولو برابرې دي، طالبان دې ښوونځیو ته دتګ اجازه راکړي

دوی وویل:«ډيرې زياتې نجونې مدرسې ته راځي، ورځ تربلې اوس د هغو نجونو شمير زياتيږي چې پخوا يې مکتب ويلې مکتب ته خو موږ تور کالي اغوستل، خو مدرسو ته د کور په کاليو کې ورځو د مکتب ټولې انجوني اوس مدرسو ته ورځي.»

دغه ښځينه زده کوونکې وايي، واک ته د طالبانو  له رسيدو وروسته دوی هيله درلوده چې په نوي ښوونيز کال کې به ښوونځي خلاص شي خو زياتوي چې دغه هیله یې پوره نشوه.

که څه هم طالبان د نجونو ښوونځیو پرانیستې لپاره د یو کمیسیون جوړولو خبره کوي خو لا هم یاد کمیسیون پر دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی کړی.

ورته مهال طالبانو حکومت ژمنه کړې وه، چې د دیني عالمانو یو شورا به په دې اړه پرېکړه کوي، خو دا ژمنه چا عملي کړې نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو رسیدو وروسته تر دمه د نجونو پرمخ د شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي، چې دطالبانو یادې پریکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي او د ښوونځیو د بیا پېل غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه