لوګر کې ښوونکو او زده کوونکو په شخصي لګښت د یو ښوونځي ودانۍ جوړه کړې

اطلاعات روز: د لوګر ولایت په په برکي برک ولسوالۍ کې د یو ښوونځي زده کوونکو او ښوونکو په شخصي لګښت ښوونځی جوړ کړی، چې اوس مهال په کې لسګونه زده کوونکي زده کړې کوي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې رییس جنت ګل عزیز وايي، چې د برکي برک ولسوالۍ د «زړې کلا» سیمې ښوونکو او زده کوونکو په خپلو شخصي مصارفو ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړې ده.

عزیز زیاتوي، په جوړ شوي ښوونځي چې پنځه خونې لري ۳۵۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

د هغه په خبره چې له دې وړاندې د یاد ښوونځي لسګونه زده کوونکو په سختو شرایطو کې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې.

ځايي خلک بیا په پوهنې ریاست نیوکه کوي، چې د پوهنې په برخه کې یې د زده کوونکو اړتیا پوره کېدو او د شته ستونزو هواري لپاره پام نه دی کړی.

د برکي برک ولسوالۍ یو زده کوونکي نیک وزیر وویل، چې اوس مهال يې په ښوونځي کې ۵۰ سلنه زده کوونکي درسي کتابونو او نورو توکو ته لاسرسی نه لري.

هغه له پوهنې ریاست غوښتنه وکړه، چې اړتیا ته په کتو دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

د برکي برک ولسوالۍ دغو زده کوونکو په داسې مهال په خپلو شخصي مصارفو ښوونځی جوړ کړی، چې څه موده وړاندې د طالبانو د پوهنې وزیر لوګر ته په سفر کې ژمنه وکړه، چې په هر ولایت او ولسوالۍ کې به یوه لویه دیني مدرسه جوړوي، خو د عصري زده کړو برخه کې یې د شته ستونزو هواري کره خبره و نه کړه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه