له پاکستان څخه تازه راغلي کډوال د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي

اطلاعات روز: د جګړو او نورو ستونزو له امله هغو افغان کډوالو بیرته هیواد ته د راتګ مخه کړې، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې پاکستان ته پناه وړې وه.

دغه کډوال چې ډېره برخه یې سویل ختیځ زون کې میشت شوي شکایت کوي، چې د کډوالو په برخه کې همکاره موسېساتو یې تر اوسه د سرپناه او نورو اسانتیاوو برابرولو لپاره هیڅ کوم اقدام نه دی کړی.

د دوی په خبره چې اوس مهال په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې په بې سرپناه چاپیریال کې ژوند کوي.

له پاکستان څخه پکتیکا ولایت ته راکډه شوې د نور ولي کورنۍ وايي، شاوخوا درې اونۍ پوره کیږي چې د ارامه ژوند په موخه خپل هیواد ته راغلي، خو اړونده ادارو یې تر اوسه پوښتنه هم نه ده کړې او په یو نا مناسب چاپیریال کې له خپلو ماشومانو سره یو ځای ژوند تېروي.

له پاکستان څخه خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته راغلي کډوال وایي تر اوسه یې چا پوښتنه نه ده کړې

دوی وویل: «مونږ شاوخوا ۱۴ کاله پاکستان کې تېر کړل هلته مو د تګ لامل دا و، چې دلته هیواد کې نا امني شوه او مجبور شو چې لاړ شو، خو اوس چې راغلي یو په خورا ستونزه کې یو او د سرپناه او نورو لومړینو اسانتیاوو برخه کې مو تر اوسه هیچا هم لاسنیوي نه دی کړی.»

د راغلو تازه کډوالو له ډلې یې رحمت الله بل هغه افغان دی، چې خپله کورنۍ یې د پکتیا له ډنډپټان ولسوالۍ له لارې هیواد ته را انتقال کړې. نوموړی هم له ورته ستونزو سره مخ دی.

هغه وايي، د کډوالو په برخه کې یوې موسېسې یې د مرستې لپاره نوم لیکنه کړې، خو د زیاتې مودې په تېرېدو یې لاهم د سرپناه لپاره د خېمو او نورو موادو برخه کې هیڅ مرسته نه ده کړې.

نوموړي وویل: «مونږ دلته د پکتیا زرمت ته راکډه شوي یو، د پاکستان له بجلیګر کمپ څخه راغلي یو، نو لس ورځې به پوره کیږي یوې موسېسې والا راغلل ویل یې چې له تاسو سره مرسته کوو، نوم لیکنه یې وکړه خو بیا نه مرسته مالومه شوه او نه هم د اوسېدو خېمې.»

تازه راغلي کډول د طالبانو له حکومت او نورو نړیوالو همکاره موسېساتو غوښتنه کوي، چې له دوی سره کړې ژمنې عملي او اوسنیو ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

په دې اړه یو تن افغان کډوال بلال وویل: «مونږ چې دلته پکتیکا، پکتیا او خوست ته راغلي یو، باید راسره مرسته وشي، ځکه هلته طالبان وايي، راشئ خپل وطن ته ځکه اوس امنیت تامین دی دا چې اوس راغلو خو هغه د کډوالۍ اصولو ته خو دې غاړه کیږدي.»

بلخوا بیا د کډوالو او بیرته راستنېدونکو په چارو کې د طالبانو د حکومت مسوولین وايي، له پاکستان څخه د نویو راغلیو کډوالو لپاره یې منظم پلان چمتو کړی تر څو د هغوی د مېشت کېدو او ورسره د لومړنیو مرستو برخه کې مرستې وشي.

د کډوالو په برخه کې طالب مسوولین وایی چې د نویو کډوالو لپاره یې یو منظم پلان جوړ کړی او مرستې به ورسره وشي

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمیشنري چې په تېر کې یې هم د افغان کډوالو لپاره د اوسېدو او نورو اړتیاوو د پوره کولو برخه کې منډې ترړې کړي، د دغې ادارې د همکارۍ څانګې یو غړي کمال ویلي چې د نویو راغلو کډوالو لپاره به د ژوند اسانتیاوو رامنځته کولو او ماشومانو ته د زده کړو زمینې برابرېدو کې پوره همکاري وکړي.

له پاکستان څخه هیواد ته د نورو سلګونه افغان کډوالو د کورنیو راتګ پلان هم شته، خو دلته په کور دننه روان اقتصادي بحران یې د راتګ مخه ډب کړې ده.

د دغو ستونزو له امله په تېرو ۹ میاشتو کې زرګونه افغانانو له خپل هیواده پېښې سپکې کړي، چې د ګاونډیو هیوادونو ترڅنګ امریکا او اروپا ته کډوال شوي او لاهم دغه لړۍ دوام لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه