کندهار کې د لوړو مالياتو څخه د موټر پلورونکو شکايت

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې د ځايي موټر پلورنځیو مسوولين وايي، پخوا ته په کتو اوس پر دوی باندې د طالبانو د حکومت له لوري څو برابره مالیه لوړه شوې او له ګڼو ستونزو سره يې مخ کړي دي.

حاجي ميرويس چې د موټرو د پیر او پلور کاروبار کوي اطلاعات روز ته وویل، له يوې خوا ماليات او د ځمکو کرايې لوړې شوي او له بلې خوا مجبوره دي څو د خپلو کارکوونکو تنخواوې ورکړي.

دی وايي، اوس داسي يو حالت ته ته رسیدلي چې نه خپل مصارف پوره کولای شي او نه يې هم پر دا ډول لوړو مالياتو وس او توان رسېږي.

دغه کس وايي، تر اوسه د طالبانو له حکومت سره داسې کومې پرېکړې ته ندي راسېدلي چې پر مټ يې دوی د پخوا په څېر ماليات تحویل کړي او سرپرست حکومت خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د کندهار موټر پلورونکي وایي یوې خوا کاروبار په ټپه ولاړ دی او له بلې خوا طالبانو مالیه لوړه کړې ده

ده زياته کړه چې موټر فروشان له مالیه ورکولو سره هېڅ کومه ستونزه نه لري بلکې لوړ ماليات نه شي ورکولای.

د حاجي ميرويس په وينا چې اوس په کندهار کې تر پخوا د موټرونو پير او پلور ډېر کم شوی او لا هم دغه کاروبار د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

د موټرو د شورم مسوول وایي، پخوا به یې په ورځ کې دوه او درې موټر پلورل خو اوس د يوې هفتې په جريان کې يو موټر پلوري.

د هغه په خبره چې اوس حيران پاتې دی چې موټر فروشي بنده کړي او که نور هم دغه تاوانونه وزغمي.

د ده له قوله: «اوس موږ له جيبه تاوان کوو، ګټه نشته خو مصرفونه کوو، د موټرو په هر شورم کې له پنځلس کسو څخه بيا تر پنځه ويشت کسانو پورې کار کوي په راتلونکي کې دا ټول بېکاره کېږي، دولت بايد پر موږ ماليات کم کړي، زموږ خو پر دومره مالياتو وس نه رسېږي.»

دغه راز کندهار کې يو بل تن د موټرو پلورونکی حاجي عيس محمد اطلاعات روز ته وویل، په پخواني حکومت کې يې هم ماليه ورکوله او اوس هم حاضر دی څو حکومتي ماليات تحویل کړي خو هغه زیاتوي چې اصلي ستونزه يې د مالياتو له لوړ والي سره ده.

ده وويل کومه ماليه چې اوس د طالبانو حکومت له دوی څخه اخلي پر هغې يې وس او توان نه رسېږي.

د موټرونو د دغه پلورونکي په خبره چې دوی له ډېره وخته د همدې ستونزې په حل پسې دي.

حاجي عيسي محمد زیاتوي، له يوې خوا يې کاروبار نشته او له بلې خوا د دغې ستونزې سره لاس اوګریوان دي چې پر کارونو يې هم ډېره اغېزه کړې.

نوموړی وايي، حکومت بايد د دوی ستونزې واوري او وروسته يوه داسې پرېکړه وکړي چي د ټولو افغانانو په ګټه وي‌‌.

عيس محمد زیاته کړه: «موږ له ماليې ورکولو سره خلاف نه يو او نه مو هم داسې ويلي چي مطلق ماليات نه ورکو، موږ وايو حکومت بايد زموږ هره ستونزه واوري، حکومت خو د پلار حيثيت لري، که دا حکومت هم زما مشکلات وانه وري نو باره زه چا ته ووايم، دا لسګونه کسان د دې لارې خپل ورځنۍ اړتياوې پوره کوي.»

په همدې حال کې د کندهار د موټر فروشانو د اتحاديې مشر حاجي تاج محمد سردار اطلاعات روز ته داسې وویل، کومه ماليه چې اوس د طالبانو حکومت له دوی څخه ټولوي هغه د هر يو سوداګر تر وس او توان پورته ده.

د کندهار د موټر پلورنځيو د اتحادیي مشر وایي، تېر حکومت د کال اته زره مالیه اخیستله او طالبان بیا ۴۰ زره مالیه اخلي

نوموړي زیاتوي، چې موټر فروشان خپله په تاوان کې دي او په دومره لوړ اندازه ماليه ورکول به يې له توان څخه لوړ کار وي.

دی وايي، څو ځله په کندهار کې د طالبانو د مستوفیت رياست ته ورغلی خو‌ ورتګ يې کومه خاصه پايله نه ده ورکړې.

حاجي تاج محمد وويل، دوی له مالياتو څخه سرغړونه نه کوي او يوازي غواړي چي د پخوا په څېر ماليات ورڅخه واخيستل شي.

د موټرونو د اتحاديې مشر زياته کړه چې پخواني حکومت ته به یې د‌ کاله شاوخوا ۸ زره افغانۍ ماليه ورکوله، خو اوس د طالبانو حکومت ورڅخه ۴۰ زره افغانۍ ماليه غواړي.

دی د طالبانو له حکومتي مسوولينو څخه غوښتنه کوي چې د دوی ستونزه واوري او ژر تر ژره د حل لاره ورته ولټوي.

نوموړی وايي، اوس مهال په کندهار کې تر ۲۰۰ ډېر موټر پلورنځي شتون لري او د دې ټولو کارونه په ټپه ولاړ دي.

هغه زياته کړه چې ګڼ شمېر ډ موټرو پلورونکو د اقتصادي مشکلاتو له کبله خپلې دندې پرېښي دي او په نورو کارونو مصروفه دي.

د اتحاديې د مشر په وینا: «پر دومره ډېري مالیه ورکولو مو وس نه رسېږي، موږ خپله په سلو جنجالونو کې بند پاتې يو، د پخوا په څېر ماليه ورکو، د هر شورم مسوول په تاوان کې دی، پخوا ته په کتو اوس موږ حيران پاتې يو چې څه وکړو، پخوا به مو اته زره افغانۍ ماليه ورکوله اوس د طالبانو له خوا ماليه څلويښت زره افغانۍ ته پورته شوې ده دا ډېره غټه ستونزه ده.»

دغه راز کندهار کې طالب چارواکي دا ډول ادعاوې ردوي او وايي، چې ماليات د پخواني حکومت په شان راټولوي.

د کندهار ولايت له پاره د طالبانو د مستوفیت رییس مولوي عبدالحبیب افغانی زیاتوي، چې د دغه رياست له لوري ماليات ندې لوړ شوي، بلکي دوی يوازې د ماليې وزارت قوانين دلته عملي کوي.

مولوي افغاني د ټولو موټر پلورونکو ادعاوې بې اساسه یادوي او وايي چې ټول ماليات د پخواني حکومت پر تګ لارې او پاليسۍ راټولوي.

د کندهار مستوفي وایي، مالیات لوړ شوي نه دي هماغه د تېر حکومت پر تګلاره مالیات جمعه کوي

هغه وويل، له موټر پلورونکو څخه د قانون د څلورمې او دېرشمې مادې پر اساس ماليات اخلي، ځکه په وينا يې چې د تېر حکومت پرمهال هم له دغو مادو څخه ګټه اخيستل کیده.

د کندهار ولايت د مستوفيت ریيس په خبره له کله نه چې د طالبانو حکومت راغلی د‌ دوی په مالياتي سيستم کې شفافيت راغلی، فساد ورک شوی او تر پخوا يې پرمختګ کړی.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د پخواني حکومت پر مهال به ټولو موټر فروشانو دولت ته له کاله اته زره افغانۍ ماليه ورکول، خو اوس دوی له لوړو مالياتو څخه خبره کوي او وايي، د طالبانو حکومت دې ژر ترژره دغه ستونزه واوري ترڅو ماليات پرې کم شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه