ننګرهار کې خلک د مخابراتي شبکو له کمزوري فعالیت شکایت کوي

اطلاعات روز: د ننګرهار یو شمیر اوسیدونکي په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو له کمزوري فعالیت شکایت کوي.

عبدالله دجلال اباد ښار اوسیدنکی دی هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د ننګرهار په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې مخابراتي ستونزې زياتې شوي، چې ډير کله  د مخابراتي شبکو د ټکني فعالیت له امله له خپلو خپلوانو سره د اړيکو نيولو پرمهال  له ستونزو سره مخ وي.

عبدالله زیاتوي: «د ننګرهار په زیاتره ولسوالیو او جلال اباد ښار کې مخابراتي شبکې کار نه کوي ولسوالۍ خو لا څه کوي، چې ښار کې هم کار نه کوي؛ زیاتره وخت چې مونږ خپلوانو سره په تلیفون خبرې کوو، نو یا پرې کیږي او یا یې غږ سم نه راځي نو ولسي خلک د مخابراتي شبکو کمزوري فعالیت ډیر زیات له ستونزو سره مخ کړي دي.»

د ننګرهار خلک وایي، یوازې به مرګز جلال اباد کې نه بلکې ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې کار نه کوي

ځینې نور بیا وایي، چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو فعالیت په نشت حساب دی او په ځينو هغو سيمو کې یې پوښښ بیا دومره کمزوری دی، چې خلک د اړیکو نیولو پرمهال غرونو او یا لوړو ځایونو ته خیژي.

د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ یو اوسیدونکي محمد صادق اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې  د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت او خصوصي مخابراتي شبکو غوښتنه کوي، چې په ننګرهار کې دې د مخابراتي شبکو کميت او کيفيت ته ځانګړی پام وکړي.

محمد صادق زیاتوي:«په شیرزادو او همدارنګه حصارک او زیاتره نورو ولسوالیو کې خو د مخابراتي شبکو فعالیت بیخي په نشت حساب دی او لامل یې همدا دی ، چې ستونزو ته دخلکو پاملرنه نه کیږي، نو غوښتنه مو دا ده چې باید مخابراتي شبکو کې شته ستونزې حل شي او هم دې د انټرنیټي خدماتو په برخه کې جدي اقدمات وشي، ځکه مصرف کیږي او کار نه کوي.»

بل لور ته د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ذبیح الله ذکي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د تت فعالیت ستونزه مني.

نوموړی وایي، په داسې یو پلان کار کوي چې په پلي کیدو سره به یې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو په برخه کې شته ستونزې حل شي.

ذکي زیاتوي:« د ننګرهار په زیاتره ولسوالیو کې مخابراتي شبکې څه ډول چې لازمه ده کار نه کوي، نو دا ستونزه به حل شي او په دې برخه کې له خصوصي مخابراتي شبکو له مسوولینو سره هم خبرې شوي او همدارنګه په یو پلان کار کوو، چې له مخې به یې د ننګرهار په ټولو ولسوالیو او مرکز کې د مخابراتي شبکو شته ستونزې حل شي.»

د مخابراتي شبکو له فعالیت وروسته له هغې شکایتونه زیاتېږي، چې ډېری خلک خپل ورځني کارونه په ښار او ولسوالیو کې په تیلیفوني اړیکو کنټرولوي.

عام خلک وایي، په اوسنۍ پرمختللي دور کې د دې ستونزې شتون حیرانوونکی دی او باید حل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه