ارزګان کې د شخصي دښمنۍ له امله شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د ارزګان ولايت په چهارچينو ولسوالۍ کې د شخصي دښمنۍ له امله درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په ارزګان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند اغاولي قريشي وايي، طالبانو تېره ورځ ( شنبه، ۲۱ د غبرګولي) په چهارچينو ولسوالۍ کې د هغه درې تنو جسدونه موندلي چې خپلو دښمانانو یې څو ورځې وړاندې له ځانه سره وړي وو.

قریشي زیاتوي دغه پيښه د چهارچينو ولسوالۍ په «تګاب» سيمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د پخوانۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې او د يادې پيښې په تور ۱۵ کسان نيول شوي دي.

بلخوا يوه بله سرچينه بیا اطلاعات روز ته وویل، چې په یادې پیښه کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره چې د يادو جسدونو تر موندنې وروسته د وژل شویو کسانو خپلوانو د قاتل کسانو سره په جګړه اخته شوي او پرمهال يې د هغوئ درې کسان ټپیان کړي دي.

دغه سرچيني وويل چې د جګړي دکابو کولو لپاره د طالبانو کسان سيمې ته ورغلي او جګړه یې کابو کړې ده.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته د هیواد په جنوبي حوزه کې خپل منځي شخړې او د پخوانیو دښمنیو غچ اخیستنې زور اخیستی چې طالبانو یې د مخنیوي لپاره تر دې دمه کوم اقدام نه دی کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه