اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځايي امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالب سرتیرو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې د یو ملکي کس په ګډون شپږ طالبان پکې وژل شوي او یو بل طالب ټپي دی.
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ له پاره د طالبانو امنیه قومندان محمد هاشم محمود اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه نن (پنج شنبه، ۱۹ د غبرګولي) سهار 8:00 بجې د دغې ولسوالۍ په «سرو څاهانو»سيمه کې رامنځته شوې ده.
محمود وايي، چې له يوه کوچي څخه یې پسونه ورک شوي وو او د طالبانو امنيتي ځواکونو له هغه سره د پسونو په لټه کې وو چې یو پخوانی ناچاوده ماین پرې چاودنه کړې.
ده زياته کړه چې د چاودنې له کبله مړه شوي کسان او زخمي يې لومړی د سپين بولدک ولسوالۍ روغتون ته استولي او له هغه وروسته يې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو روغتون ته انتقال کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم دغه ډول د ناچاوده ماينونو په چاودنې کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
