یونیسف په ارزګان کې”پر خپلو ماشومانو زده کړئ وکړئ” تر عنوان لاندې د فوټبال سيالۍ پیل کړي

د يادو سياليو د پیل په مراسمو کې لوبغاړو او د لوبو نندارچيانو د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د شپږم ټولګي پورته نجونو ته هم اجازه ورکړي چې زده کړې ترسره کړي.

دغه لوبې چې ۸ ورځې دوام کوي ۴ ورځي يې تيرې شوي او څلور ورځې به لاهم نور دوام وکړي.

په دغه ولايت کې د فوټبال فدراسيون مشر ميرزامحمد اميرزی وايي، د لوبو ترسره کيدو څخه يې موخه زده کړو ته د ماشومانو هڅول دی.

هغه وايي، يادې لوبې د يونيسف ادارې په مالي لګښت پېل شوي او د همدې لوبو له لارې به لوبغاړي کورنيو ته پیغام وليږدوي چې خپلې نجونې او هلکان ښوونځيو ته وليږي.

په ورته مهال هغه لوبغاړي چې په يادو سياليو کې ګډون کړی زيات خوشحاله دي او زياتوي چې ورزش د روغ صحت ضامن دی او په کار ده چې ځوانان د بیځايه وخت تيرولو پر ځای ورزش وکړي.

دوه تنه لوبغاړي غوښتنه کوي چې د ماشومانو د زده کړه ترسره کيدو لپاره دې ډيرې هڅي وشي او حکومت اوخلک دې په ګډه ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ارزګان کې که څه هم جګړې ختمې شوي خو لاهم لسګونه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو څخه بې برخې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه