هلمند کې په دوو جلا ترافیکي پیښو کې یو کوچنۍ جلۍ مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پیښو له امله یوه ماشومه جلۍ مړه شوې او دوه تنه نور ټپیان  شوي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، دغه ترافیکي پیښې تېره ورځ (سې شنبه، ۱۷ د غبرګولي) په نادعلي ولسوالۍ کې رامنځته شوي دي.

دی وایي، لومړۍ ترافیکي پیښه د نادعلي ولسوالۍ «چاميرزا» سيمه کې رامنځته شوې چې یوه موټر د زیات سرعت له امله یوه کوچنۍ جلۍ وهلې او مړه کړې یې ده.

هلمندی زیاتوي، موټر چلوونکی جمعه ګل نومیږي چې د دوی لخوا نیول شوی او څیړنې ترې روانې دي.

ورته مهال بیا په یاده ولسوالۍ کې په یو بله ترافیکي پیښه کې د يوې رکشې او پاسو موټر د ټکر له امله دوه کسان ټپیان شوي دي.

حافظ راشد وايي، رکشه چلوونکی او ورور یې ټپیان شوي او د پاسو موټر چلوونکی د دوی لخوا د تحقيقاتو په موخه نيول شوی دی.

په هلمند کې په دې ورستيو کې ترافيکي پيښې زياتې شوي دي.

ددغه ولايت د طالبانو چاوراکو څو ورځې مخکې خبر ورکړی و چې د ترافيکي پيښو د کميدو په هدف يې خلکو ته بېلابېل د عامه پوهاوي پرګرامونه پر لاره اچولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه