ننګرهار کې د قیمتي ډبرو د مارکیټ جوړیدو چارې پېل شوې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د افغان–چین سوداګریز شرکت د هیواد په سطحه د قيمتي ډبرو د پېر او پلور یوه مارکېټ د جوړیدو چارې پیل کړې.

چارواکي وايي، د دغه مارکيټ په جوړیدو ۳ میلیونه امریکایي ډالر لګښت راځي، چې فعالیدو سره به یې بهر ته د قيمتي ډبرو د قاچاق مخه ونيول شي او پر دې سربېره به خلکو ته د کار زمينه هم برابره کړي.

ننګرهار کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رييس مفتي عبدالحميد اخندزاده نن (سې شنبه، ۱۷ د غبرګولي) په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، د دغه مارکېټ کارونه د افغان – چين د نفرايټو او قيمتي ډبرو سوداګريز شرکت له لوري ترسره کېږي.

نوموړی زیاتوي چې د دغه مارکېټ په جوړېدو باندې د افغان او چينايي سوداګرو ۳ ميليونه ډالر لګښت راځي او په مستقيم او غير مستقيم ډول به ۲۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

اخندزاده زیاته کړه: « مونږ اوسنیو شرایطو ته په کتو ښه دا وګڼله چې په هیواد کې دغسې مارکېټونه خلاص کړو تر څو خلکو ته، تجارانو ته د کار زمينه برابره شي او خلک په اسانۍ سره وکولی شي، دې مارکېټ ته خپل مالونه (قيمتي ډبرې) راوړي او خرڅ يې کړي چې ورسره به د قاچاق مخه هم ونيول شي او همدارنګه له نورو سوداګرو هم غواړو چې په خپل هیواد کې پانګونه وکړي.»

د افغان – چين د نفرايټو او قيمتي ډبرو سوداګريز شرکت رييس وانګ هونګ بين وويل، دغه مارکېټ کې هر سوداګر خپل قيمتي کاڼي پلورلی او يا يې اخېستلی شي خو وايي، نفرايټ به د دغه مارکېټ له لارې يوازې چين ته ځي او نورې قيمتي ډبرې نورو هيوادونو ته هم لېږدول کېدلی شي.

وانګ هونګ بين زياته کړه: « چین هڅه کوي چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي او موږ ستاسو په ملاتړ کولی شو چې دا مارکېټ غښتلی کړو او د نفرايټو او قيمتي ډبرو په يو نړيوال مارکېټ يې بدل کړو، د افغانستان قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې چين او نړۍ ته ورسوو. او ډاډ درکوو چې د افغانستان د حکومت ټول قوانين مراعت کوو.»

د افغان – چين د نفرايټو او قيمتي ډبرو سوداګريز شرکت افغان شريک باڼي هم د طالبانو له اوسني  حکومت څخه سوداګرو ته د خوندي امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې دغه شرکت به د کار موندنې په برخه کې ډېرې زمينې برابرې کړي.

سوداګر وایي تمه لري چې د دې بازار په جوړېدو سره به  قیمتي ډبرې د افغانستان په نوم نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړي.

د قیمتي ډبرو سوداګرو د معلوماتو له مخې اوسمهال په ټول ختیځ کې تر ۱۲ ډوله قیمتي دبرې موندل کېږي، چې تر ډېره یې په صادرولو کې له ستونزو سره مخ وي.

سوداګر وایي، حکومت دې د بازار د جوړېدو ترڅنګ د قیمتي ډبرو د غیر قانوني صادراتو مخنیوی په خاطر د نړیوالو بازارونو لارې پرانېزي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه