اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د وچکالۍ د مخنيوي په موخه د اوبو اووه کوچني بندونه جوړوي.
د ننګرهار د سيندیزې حوزې لپاره د طالبانو رييس سيد احد پاچا نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې په حصارک، شیرزاد، پچیراګام، هسکې مېنې او نازیانو ولسواليو کې يې د وچکالۍ د مخنيوي په موخه تر ځمکې لاندې د اوبو سطحې معلومولو په موخه سروې پيل کړې ده.
نوموړی وایي، هڅه کوي چې په پنځو ولسواليو کې د غرونو او طبيعي اوبو زېرمه کولو لپاره د اوبو کوچني بندونه جوړ کړي.
سید احد پاچا زیاته کړه: « ننګرهار په پنځو ولسوالیو کې د وچکالۍ د مخنیوي په موخه بندونه جوړیږي، چې يو بند په حصارک ولسوالۍ کې دى، شېرزادو کې دوه ډيمونه دي، پچيراګام کې يو ډيم دی، هسکې مېنه کې دوه ډيمونه دي، نازيانو کې يو ډيم دی چې دې سره به اوبه هم را کنټرول شي او هم به چينې اوبه پيدا کړي او تر څنګ به یې کروندګرو ستونزې هم د اوبو په برخه کې حل شي.»
نوموړی وايي، که څه هم تر اوسه دغې برخې ته ځانګړې بودیجه نه لري، خو هڅه کوي چې خصوصي سکټور وهڅوي څو په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ننګرهار له څو محدودو ولسواليو پرته نورې ټولې ولسوالۍ وچکالۍ ځپلې دي، چې له امله يې د غنمو فصل هم خراب شوی دى.
د ننګرهار د سیندیزې حوزې د رییس په خبره چې د دغه ولایت له ۲۲ ولسواليو څخه يوازې د بهسودو، کوز کونړ، کامې، ګوشتې او بټيکوټ ولسواليو له ځينو برخو پرته، نورې ټولې ولسوالۍ له وچکالۍ سره مخ دي.
بل لور ته د ننګرهار ولايت اوسېدونکي که څه هم د سينديزې حوزې دغه اقدام ستايي، خو وايي چې يوازې په سروې بايد بسنه ونه شي او عملي اقدامات هم ترسره شي.
د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ یو کروندګر اجمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د غنمو حاصلات يې د تېر کال په پرتله ډېر کم وو او اوس چې يې جوار کرلي هم ښه وده يې نه ده کړې.
هغه د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د وچکالۍ د مخنيوي لپاره دې په غرنيو سيمو او تنګيو کې د اوبو بندونه جوړ کړي.
د هیواد له نورو ولایتونو سربیره ننګرهار هم سږکال وچکالۍ سخت ځپلی، چې له امله یې د تیر کال په پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی او د جوارو فصل ته کروندګر سر له اوسه اندېښمن دي.
