اطلاعات روز: هیواد کې د طالبانو لخوا د چارپیریال ساتنې اونۍ داسې مهال لمانځل کېږي چې په پکتیکا ولایت کې حاصل خیزه ځمکې د سختې وچکالۍ له امله شاړې پرتې دي.
د پکتیکا کروندګر وایي، د کمو اورښتونو او د حکومت د نه پاملرنې له امله سږ کال په ډیری سیمو کې بزګرانو په خپلو ځمکو حاصلات نه دي کرلي.
د دغه ولایت یو بزګر وزیر خان وویل، چې پخوا یې په خپلو کرنیزو دښتو باندې پرېمانه للمي غنم کرل خو د هغه په خبره، چې روان کال د سختې وچکالۍ له امله یې د للمي غنمو له کرلو لاس اخیستی دی.
هغه وویل: «سږ کال سخته وچکالي ده تېر کال مونږ په خپلو دښتو کې للمي غنم کرلي و او ښه حاصلات مو تر لاسه کړل، خو سږ یو خو په ډیرو سیمو للمي نه دي کرلي او بل چې کومو بزګرانو کرلي و هغه د کمو اورښتونو له امله هیڅ راشنه نه شول.»
په همدې حال کې بیا یو بل بزګر خان زمان هم د وچکالۍ په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، د پکتیکا په ډېری سیمو کې خلک د خپلو فصلونو د اوبو کولو لپاره لمریزې ښیښې نصب کړي دي.
نوموړی وايي: «دلته د پکتیکا هرې سیمې ته چې ځې نو شمسیانې به په نظر درشي، ځکه بارانونه کم دي او خلک له همدې لارې خپل باغونه او نور کرنیز حاصلات اوبه کوي.»
بلخوا بیا په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولینو له خلکو غوښتنه کړې، چې د اوبو په زېرمه کولو کې پوره هڅه وکړي او په خپلو سیمو کې نوي نیالګي هم کېنوي.
د پکتیکا ولایت سربېره د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې سختې وچکالۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
