د هلمند خلک پاکستان ته د غنمو قاچاق انديښمن کړي دي

اطلاعات روز: هلمندیان له افغانستان پاکستان ته د غنمو قاچاق اندیښمن کړي او زياتوي چې د طالبانو د بنديز سره سره پاکستان ته دغنمو قاچاق لا هم روان دی او هیڅ مخنیوی یې ندی شوی.

د هلمند خلک وايي، که ګاونډيو هېوادونو ته دغه ډول د غنمو قاچاق روان وي لېرې نه ده چې د غنمو قيمتونه به د اوس په پرتله څو چنده لوړ شي.

غنم هغه خواړه چې افغانان یې ډیر کاروي او د معلوماتو له مخې افغانستان هر کال نږدې ۶،۳ میلیونه تڼه غنمو ته اړتیا لري.

د مرکز لښکرګاه ښار يو اوسيدونکی سيدالرحمن وايي، بهرنيو هېوادونو ته د افغان غنمو قاچاق د غنمو پر بیو تاثير کړی او قیمتونه یې د پخوا په پرتله دوه چنده زیات شوي دي.

سږکال د غنمو قیمتونه څو چنده زیات شوي دي

هغه زياتوي چې په تيرو کلونو کې به د غنمو د کښتونو له رسيدو وروسته په هلمند کې د يو من غنمو قيمت ۱۴۰ پاکستانۍ کالدارې و خو سږکال د يوه من غنمو قيمت ۵۰۰ پاکستانۍ کالدارو ته رسیدلی چې لامل يې د غنمو کم حاصلات او بهرنيو هېوادونو ته د غنمو قاچاق دی.

خلک وايي افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته دټولو افغانان ژوند له ستونزو ډک شوی او د اقتصادي ستونزو له امله د توکو د اخيستلو توان نه لري.

دوی وايي که دغه ډول بهرنيو هېوادونو ته د غنمو قاچاق روان وي لېرې نه ده چې د څه وخت په تيريدو سره به د غنمو قيمتونه په افغانستان تر بل هر وخت لوړ شي او خلک به د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.

د دوی په خبره چې ددغه ولايت کې د بیلابیلو لارو له درکه بهرنيو هېوادونو ته د غنمو قاچاق کيږي او طالبان يې په مخنيوي کې پاتې راغلې دي.

سيدالرحمن د طالبانو د حکومت څخه غوښتنه وکړه چې هغه کسان دې ونيسي او سخته سزا دې ورکړي چې لاهم د غنمو قاچاق کوي.

دی وايي:«دغه اوس هم په بېلابېلو لارو دغه لوی موټر د غنمو باريږي او پاکستان ته قاچاق کيږي طالبانو بنديز پرې لګولی دی خو نه دي بند شوي پخوا چې به د غنمو حاصل ورسيده د غنمو قيمتونه به ټيټ شول خو سږکال چې د غنو حاصل رسیدلی د غنمو قيمتونه ورسره لوړ شول که دغه ډول د غنمو قاچاق روان وي د کال په اخر کې به هيڅوک دومره توان ونه لري چې د خپل خوراک لپاره غنم واخلي طالبان باید هغه کسان سخت محکمه کړي چې د غنمو قاچاق کوي.»

سږکال که څه هم په هلمند کې  د غنمو فصلونه د نوروکلنو په پرتله له  مرضونه څخه پاک ګڼل کېدل؛ خو اوس چې یې د حاصلاتو د ترلاسه کولو وخت دی، زیاتره غنم د هلمند څخه پاکستان هېواد ته قاچاق کیږي، چې دلته یې د غنمو قیمتونه لوړ کړي دي.

 د هلمند ولايت يو بل اوسيدونکي احمدالله اطلاعات روز ته وویل، په دغه ولايت کې د غنمو قاچاق کوونکو به په تيرو وختونوکې د غنمو د پېر او پلور په بازارونو کې غنم اخيستل او بهرنيو هېوادونو ته به يې قاچاق کول خو په خبره يې چې اوس د طالبانو له بنديز وروسته يادو قاچاق کوونکو يو شمير کوچنيو بازارنو او کليوالو سيمو ته مخه کړې او هلته غنم رانیسي او قاچاقي لارو یې پاکستان ته وړي.

خلک وایي د غنمو قاچاق کوونکو اوس کلیوالو سیمو ته مخه کړې، هلته غنم پېري او پاکستان ته ېې قاچاق کوي

دی وايي چې دغه قاچاق کوونکي د غنمو د قاچاق لپاره د بېلابېل ميتودونو کار اخلي او زياتوي چې د نورو خلکو په پرتله دوی له کروندګرو په لوړ قيمت غنم اخلي.

 نوموړي وويل: «د منډويي دوکاندارن وزګار ناست دي ټول تجارن [جمعه مېلو] کې غنم اخلي او یاهم کلیو ته ځي او هلته یې له خلکو اخلي او بیا یې پاکستان ته وړي.»

په ورته مهال په هلمند کې د هغه بازار هټیوال چې د غنمو پېر او پلور کوي هم ورته انديښنه لري او زياتوي چې هره ورځ له هلمند څخه په سلګونه ټنه غنم پاکستان ته قاچاق کيږي.

يو تن هټیوال عبدالودود وايي چې د هرې ورځې په تيريدو سره په هلمند کې د غنمو قيمتونه لوړيږي چې لامل يې پاکستان ته قاچاق کیدل دي.

هغه زیاتوي:«هره ورځ موږ ګورو چې سلګونه ټنه غنم پاکستان ته روان دي او څوک یې مخه نه نیسي  له طالبانو حکومت څخه مو غوښتنه داده چې د غنمو د قاچاق مخه ونیسي.»

په هلمند ولايت کې بیا طالب چارواکي ګواښ کوي او زياتوي چې د هغو کسانو سره به سخت چلند وکړي چې له هلمند څخه پاکستان ته د غنمو قاچاق کوي.

هلمند کې طالب چارواکي وایي، هیچا ته به اجازه ورنکړي چې غنم قاچاق کړي

هلمند کې د طالبانو مرستيال والي مولوي حزب الله  د غنمو د قاچاق د مخنيوي په  اړه وايي چې افغانستان اړتيا لري چې له نورو هېوادونو څخه غنم ترلاسه کړي خو هيچاته به اجازه ورنه کړي چې بهرنيو هېوادونو ته د غنمو قاچاق وکړي.

نوموړی زیاتوي دهغه کسانو سر به قانوني چلند وشي، چې د هلمند غنم نور هیوادونو ته لیږدوي.

ښاغلي حزب الله وویل:«موږ له نورو هېوادنو څخه غنمو او اوړو ته اړتیا لرو، دا چې زموږ د هېواد غنم نورو هیوادنو ته قاچاق کېږي نو مخه به یې ډېر ژر ونیول شي او قاچاقبرانو سره به قانوني چلند وشي.»

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خوراکي توکو ته د خلکو اړتیاوې څوځلي زیاتې شوي ځکه د کورنیو د اقتصاد له کمزوري کېدو سره غنم ترټولو ارزانه خواړه دي چې بېوزلي خلک یې ترلاسه کولای شي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنري وايي، د افغانستان له نیمايي زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې د غبرګولي په ۵مه پر نړیوالو غږ وکړ چې باید د افغانستان خلک هېر نه کړي.

له دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې د افغانستان په سلو کې ۹۷ سلنه وګړي کافي خواړه نه شي ترلاسه کولای. د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت ویلي، چې د هېواد د اړتیا وړ ټول غنم په سلو کې ۶۰ سلنه د افغانستان له خپلو محصولاتو ترلاسه کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه