خبریال: امېد اشنا
خوست کې ځينې لاسي صنايع چې د ډېرو کورنيو اقتصاد ور پورې تړلی دی د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي، چې له ډلې يې يو هم ګټ باڼ دی.
کټ باڼ د مزري په نوم د يو غرني بوټي څخه په لاس پېرل شوی هغه پړی دی، چې د کټونو او چوکيو په جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کيږي.
که له يوې خوا جګړه د ټولو ستونزو ريښه ده، نو له بلې خوا اوسمهال له بهر څخه راوارېدیدونکو پلاستيکي توکو هم پر ياده چاره ناوړه اغېز کړی دی.
باک، تريزي عليشېر او په ځانګړي ډول ځاځي ميدان هغه ولسوالۍ دي چې لا يې هم ځينې اوسېدونکي د کټ باڼ په وسيله د ترلاسه شويو پيسو له لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي، خو وايي اوس يې کار و بار پيکه شوی دی.
۵۵ کلن بسم الله خان د ځاځي ميدان ولسوالي د مُغل خېلو د بر کلي اوسيدونکی دی؛ هغه هره ورځ له سهار تر مازديګره د خپل کور تر مخه د لمر پيتاوي ته له مزري څخه په جوړ شوي پوزي ناست وي او کټ باڼ جوړوي.
هغه اطلاعات روز ته وويل ۲۰ کاله کيږي له غره مزري راوړي او کټ باڼ ترې جوړوي، خو په خبره يې په دې وروستيو کې يې مارکېټ سوړ شوی دی.

خان وايي چې مخکې د دې ولسوالي د هرې کورنۍ دوه يا درې غړي د کټ باڼ په جوړولو بوخت و، خو دا چې اوس يې بازار سوړ شوی او ځای يې پلاستيکي پټۍ او پړو نيولی، د دې خلکو پر اقتصاد يې ناوړه اغېز کړی دی.
نوموړی زياتوي:«د کټ باڼ له لارې يو کس د ورځې تقريبا ۲۵۰ يا ۳۰۰ افغانۍ پيدا کولی شوای او داسې خلک هم شته چې د کورنۍ ۱۰ غړي يې په دې مصروف و، چې د ورځې ۲۵۰۰ او ۳۰۰۰ زره افغانۍ ګټلی شوای، خو اوس يې بازار نشته او چې بازار يې پيدا شي زموږ ښه ګذاره پرې کيږي. موږ ټول عمر دا کار کړی دی.»
د شېګۍ سيمې اوسېدونکی سبيل محمد وايي، چې له کلونو کټ باڼ اوبي، وايي د دې مزري ګټه زياته او بيه يې له تازه دود شويو بهرني صنعتي توکو کمه ده.
محمد وويل: «د کټ باڼ بله ګټه دا ده چې په اوړي سوړ دی او د ژمي په موسم کې ګرم وي.»
دا مهال د خوست په مارکېټونو کې د ۴۰ کيلو ګرامه کټ باڼ بيه له ۵۰۰ نيولې تر زر افغانيو رسيږي.
محمدغني د کټ باڼ سيمه ييز سوداګر دی، وايي په کور د ننه د کټ باڼ د استعمال سربېره يو اندازه د تورخم له لارې پاکستان ته هم وړل کيږي.
هغه زياتوي چې پخوا به په مياشت کې يوازې له ځاځي ميدان ولسوالي د کټ باڼ ۱۰ بار وړونکي موټر بارېدل، خو اوس يو موټر هم په سختۍ سره ډکيږي.
غني يې لامل د مناسب مارکېټ نشتون بولي.

د صبريو ولسوالي اوسېدونکی شاوخوا ۴۵ کلن مامور خان وايي له ډېرو کلونو د کټ باڼ په وسيله له اوبدل شوي کټ څخه ګټه اخلي.
خان وويل له کله چې د کټ باڼ صنعت کمزوری شوی، په کور کې يې ورو، ورو له کټ باڼ استفاده هم کمه شوې ده.
هغه زياتوي: «زموږ په کور کې څو کاله مخکې چې کوم کټونه و، ټول مو په کټ باڼ اوبلي و، خو صرف يو پاتې دی. کټ باڼ ځکه ښه دی چې يو خو يې مقاومت ډېر دی او بل بيه يې ډېره لږه ده او هر څوک يې اخيستلی شي.»
د مزري په نوم له ياد شوي غرني بوټي څخه د کټ باڼ سربېره، ځينې نور کورني توکي، لکه د ډوډۍ شکور، د کټ او ناستې پوزي، د غلې دانې زېرمه کولو کولو تراټې، جاروګان، جاينمازونه، مزرينې څپلۍ او لاسي ببوزي يا باد پکې هم جوړيږي.
خو اوس يې په دې ډېری شيانو جوړېدو کې کمی راغلی او ځينې خلک له ياد بوټي څخه د سون لپاره کار اخلي.
مدني فعال شيرشاه اخلاص په دې اړه اندېښمن دی او وايي چې ياد لاسي صنعت په افغاني کلتور پورې اړه لري او بايد ژوندي پاتې کېدو او پراختيا ته يې لازم پام وشي.
اخلاص وويل: «دا ډېر پخوانی تاريخ لري، زموږ د خلکو پخوانی حالت او د ژوند و ژواک یوه مهم طرز ور پورې تړلی دی. ټولې مربوطه ادارې بايد په دې برخه کې خپل مسوليت ادا کړي.»
د خوست د سوداګرۍ او صنايعو آمريت چارواکي وايي دولت د دې لاسي صنعت د پراختيا او پرمختګ لپاره ځينې پروګرامونه په پام کې لري.
د يادې ادارې مشر رحيم الله احمدزي وويل پوره هڅه کوي چې د کټ باڼ سربېره د دې ولايت ټولو لاسي صنايعو ته په ملي او سيمه ييزه کچه مناسب مارکېټ پيدا کړي.
هغه وايي: «موږ هر له مرکزي ادارو او مسولينو سره په دې تړاو ټولې مسلې شريکې کړې او په مهمو کنفراسونو کې مو ګډون کړی دی، زه هيله مند يم چې دې برخه کې به ښه خبرونه او پرمختګ ولرو.»
له مزري څخه د کټونو، د ناستې د کوچونو او څوکيو، د کړکيو د پردو او په عصري ډول د ورته نورو ساده او زينتي څيزونو جوړولو د زمينو برابرولو له لارې ياد صنعت بېرته غوړېدلی شي.
