په سویل ختیځ زون کې د افغان ټیلیکام ۳۰ مخابراتي سایټونه فعال شول

اطلاعات روز: په سویل ختیځ زون کې د افغان ټیلیکام مسوولین وايي، په تېرو څو میاشتو کې د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر په بېلابېلو سیمو کې د جګړو له امله تخریب شوي ۳۰ مخابراتي سایټونه او هم په یادو ولایتونو کې ۱۵ نوي انتنونه نصب شوي دي.

د دغې ادارې مشر عبدالقادر دانشمل د افغان ټیلیکام د دفتر پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دوی ډیری نوي سایټونه په هغو سیمو کې فعاله کړي، چې د جګړو له امله تخریب شوي وو.

نوموړي همدا راز د پکتیکا ولایت په تروې، وازیخوا او د دغه ولایت په ځینو نورو ولسوالیو کې هم د تخریب شويو سایټونو د بیرته فعالولو خبر ورکړ.

هغه وویل: «مونږ د نوي حکومت په راتګ سره په پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر ولایتونو کې ډیری هغه سایټونه بیرته ترمیم او فعالیت ته اماده کړي، چې پخوا د جګړو او نورو لاملونو له امله تخریب او یا هم بیخي له کاره لوېدلي و.»

په همدې حال کې بیا پکتیا کې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي  ټیکنالوژۍ ریس نصرالله هجرت وویل، چې په جانیخېلو ولسوالۍ کې هغه سیمې هم اوس له مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلې، چې پخوا یې په کې هیڅ شتون نه درلوده.

هغه همدا راز زیاته کړه، چې دوی په پلان کې لري، تر څو د پکتیا ولایت په هغو سیمو کې هم خلکو ته مخابراتي خدمتونه برابر کړي، چې اوس یې د نشتون له امله له ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې بیا د پکتیا اوسېدونکي د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ روانو هڅو ته په کتو اوس هم د انټرنېټ په کمزوري کیفیت نیوکه کوي او وايي، هغو سیمو کې چې د مخابراتي شبکو انتنونه نصب شوي د مسوولینو له خوا ډېر کله غیر فعاله وي.

د سیدکرم ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي بلال وویل، چې د کمزوري انټرنېټ له امله په ورځنیو چارو کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه له اړونده ادارو غوښتنه وکړه، تر څو د انټرنېټ کیفیت ښه والي ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او ویې ویل: «مونږ اوس انټرنېټ کارو، خو اړتیا ته په کتو یې کیفیت خورا ټیټ دی او پکار دا ده، چې د زیاتو سایټونو پر ځای باید د دې د کیفیت لوړوالي ته هم پاملرنه وشي.»

په سویل ختیځ زون کې د پکتیکا او لوګر ولایتونو ځینې ولسوالۍ لاهم په مخابراتي برخه کې له خورا ناوړه حالت سره مخ دي او اوسېدونکي یې د اړیکو نیولو لپاره لوړو غرونو ته پورته کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه