پنجشیر کې د ۱۲ طالبانو وژل کیدل؛ طالبانو د «مقاومت‌جبهې» د دریو غړیو سرونه غوڅ کړي

اطلاعات روز: په پنجشېر کې ځايي سرچينې وايي، وروسته له هغې چې د طالبانو او «مقاومت‌جبهې» ترمنځ په یوه نښته کې ۱۲ طالب جنګیالي ووژل شول؛ دغې ډلې د جبهې درې تنه لومړی ونیول او وروسته یې ووژل.

سرچینه وايي، طالبانو د «مقاومت‌جبهې» دوه غړي په ډزو وژلي او له یوه بل یې په چړې سر پرې کړی. اطلاعاتو روز ورځپاڼې ته په رارسیدلې ویډیو کې د دغو کسانو له ډلې د یوه تن پرې شوې غاړه په څرګند ډول لیدل کېږي.

د سرچینې په وینا، تېره پنج شنبه ( ۱۲ د غبرګولي) د پنجشېر ولایت مرکز بازارک ته څېرمه د کرواشي په دره کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ دغه نښته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دې نښته کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او درې د «مقاومت جبهې» غړي دغې ډلې اسیران کړي.

په پنجشېر ولایت کې یوې باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو د کرواشي درې ته د «مقاومت‌جبهې» د دغو درېیو غړو د جسدونو د لېږد مخه نیولې او اجازه یې نه ده ورکړې، چې د سیمې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د دغه سرچینې په وینا، د یادو کسانو جسدونه یې د « سنګر ملګرو» ددغه سیمې په یوه لوړ ځای کې خاورو ته سپارلي دي. یوې بلې سرچینې بیا اطلاعات روز ته وویل چې د دغو کسانو جسدونه د کرواشي په غرونو کې د خپلو کورنیو په نه شتون کې ښخ شوي دي.

طالبانو او د «مقاومت‌جبهې» تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پنجشیر ولایت له اوږدې مودې راهیسې د احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت‌جبهې» د غړو او طالب ځواکونو ترمنځ د نښتو شاهد دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه