د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې پر ۷۵۰ کورنيو د ترکيې هېواد مرستې وویشل شوې

اطلاعات روز: هلمند کې د سرې میاشتې مسوولین وایي، د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یې پر ۷۵۰ کورنیو د ترکیې هیواد د خوراکي توکو بستې وویشلې.

هلمند کې د طالبانو د سرې مياشتې ریيس مولوي فضل محمد فضلي وايي، یادې مرستې یې تېره ورځ (جمعه، ۱۳ د غبرګولي) په ناد علي ولسوالۍ کې اړمنو خلکو ته ورسولې.

دفضلي په خبره، په اوسنيو شرايطو کې د نادعلي ولسوالۍ ترڅنګ په ټول هلمند کې خلک مرستو ته اړتيا لري او نړيوالو سازمانونو ته په کار ده چې بې وزلو سره خپلې مرستې دوامداره وساتي.

دی وايي:«په اوسني شرایطو کي ډیری کورنۍ خوراکي مرستو ته سخته اړتیا لري، او دا مرستې هم د ترکيي هیواد له خوا هغو کورنیو ته ورکړل شوې، چي اړمنې وې.»

په هلمند کې د طالبانو د نادعلي ولسوالۍ مرستيال مولوي بدري وايي، چې د کورنيو د سروې پرمهال يې شفافيت ته پاملرنه کړې او د مرسته ترلاسه کوونکو زياته برخه د نادعلي د «دښتي او شنې سيمو» اوسيدونکي دي.

د نادعلي ولسوالۍ هغه اوسیدونکي چي له دې مرستې برخمن شوي د مرستو له ويش څخه خوښ دي او غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې دې هم ورسره مرستې وشي.

دوی زياتوي چې دامهال په دغه ولسوالۍ کې لاهم ډير شمير کورنۍ د سخت فقر او غربت سره مخ دي او له مسوولينو غواړي چې په راتلونکي کې هم دغې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په هلمند کې د سرې مياشتې د چارواکو په خبره چې تردې د مخه هم د ترکيې مرستې د سرې میاشتې ریاست له خوا د دې ولایت سلګونه کورنیو ته رسیدلي دي.

د نورو هیوادونو او بشري سازمانونو ترڅنګ ترکیې هیواد هم د افغانستان خلکو سره بشري مرستو ته ملا تړلې او تر دمه یې د هیواد په ډیرو ولایتونو کې اړمنو سره مرستې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه