کندهار کې ۶۰۰ بېکاره کسانو ته کاري زمینه برابره شوې

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، د UNHCR موسېسې په مالي ملاتړ یې د دې ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۲۰ کيلو متره کانال په پاک کارۍ کې شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته کاري زمینه برابره کړې ده.

د دغه ولايت ځايي مسوولينو په خبره، یاد کسان د کندهار د کرنې او کډوالو ریاستونو په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي ملاتړ پر کار ګمارل شوي دي.

د طالبانو مسوولين زياتوي چې په دې کار سره به له يوې خوا د ارغنداب ولسوالۍ دغه ۲۰ کيلو متره کانال پاک شي او له بلې خوا به د دې سیمې ۶۰۰ تنه هم په کار شي.

د مسوولینو په وينا دغه ۶۰۰ کاريګرو ته به د کانال د پاک کارۍ په بدل کې نغدې پيسې ورکول شي.

په همدې حال کې د دغې ولسوالۍ خلک وايي، د دغه کانال پاک کاري سره به یې د اوبو ستونزې حل شي او په اسانه به یې ترځمکو رسیږي.

دوی وويل، د دې کانال تر پاکېدو وروسته به يې کرل شويو فصلونو ته پر وخت د اړتيا وړ اوبه ورسېږي او تر يوه بريده به د وچکالۍ پر وړاندې هم اغېزناکه اوسي.

د کلي خلک له موسېساتو څخه غوښتنه کوي څو خلکو ته دوامداره کاري زمينه برابره کړي او د بېکارۍ مخه ونيسي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په مختلفو ولسواليو کې ډېر شمېر کسان بې کاره‌ شوي چې ورسره يو وخت يې د هېواد پر روان وضعيت هم اغیزه کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه