اطلاعات روز: کونړ کې طالب چارواکي وایي، د دغه ولایت د چپې درې ولسوالۍ اړوند «دیګل» سیمې په ځنګلونو کې اور لګیدنه رامنځته شوې ده.
د کونړ لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب الله حنیف نن (شنبه، ۱۴ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دوه ورځې وړاندې د کونړ د چپې درې ولسوالۍ «دیګل» سیمه کې اور لګیدنه رامنځته شوې، چې پر وخت سیمې ته رسیدلي او اوسمهال د سیمې اوسېدونکي د اور د وژلو هڅه کوي.
نوموړی وایي، چپه دره د نورستان نورګرام ولسوالۍ سره نیږدې پرته ولسوالۍ ده.
په ورته وخت کې د نورستان ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې لګیدلی اور په بشپړ ډول مهار کړی او د خپریدو خطر یې نشته.
نورستان کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رییس سمیع الحق حق بیان وایي، دا اور څو ورځې وړاندې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ د «شام» درې سیمې اړوند ځنګل کې د دوو قومونو ترمنځ د شخړې له امله لګیدلی و.
څه باندې دوه اوونۍ کیږي چې پدې ځنګلونو کې اور لګیدلی او د سیمې اوسیدونکي وایي، د دې اور مړه کول یې د وسې څخه بهر دي، د خلکو د مالوماتو له مخې تراوسه په دې اور کې ۲۰۰ جریبه ځنګل سوځیدلی دی.
تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د چین د شارژدافیر دینګ ینان څخه غوښتي چې نورستان ولایت پدې ځنګلونو کې د اور په مړه کولو دې په سمدستي توګه همکاري وکړي.
بل لور ته په ټولنیزو رسنیو کې داسې داسې خبرونه خپاره شوې، چې د ننګرها د دور بابا ولسوالۍ په«ماشین ناو باغ» غره کې هم له تیرو پنځو ورځو راهیسې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله په ځنګل کې اور لګیدلی او دا اور په چټکۍ د خپریدو په حال کې دی.
ځایي اوسیدونکو د طالبانو له حکومت غوښتي چې د یاد اور په مهارولو کې دې مرسته وکړي. تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
