اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، په دې ولایت کې په دوو جلا پيښو کې يوه مور او يو ورور وژل شوي دي.
هلمند کې د طالبان د اطلاعات او کلتور ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، لومړۍ پيښه ددغه ولايت په مارجې ولسوالۍ کې رامځته شوې چې دوو ورونو د لښتي پر سر شخړه کړې، یو ورور په بل ورور ډزې کړي او زخمي کړی یې دی.
هلمندی زیاتوي، مور هڅه کړې چې د خپلو زامنو د شخړې منځګړيتوب وکړي او شخړه ختمه کړي خو د شخړي پرمهال مور هم په مرمۍ لګيدلې او وژل شوې ده.
هغه وايي چې ديادې پيښې په تړاو يې تورن کس نیولی دی.
د يو بل خبر له مخې ددغه ولايت په باباجي ولسوالۍ کې دريو ورونو خپل يو ورور د توپنګچې په مرمۍ ويشلي او وژلی یې دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، د شجاع په نوم نیول شوی تورن کس په خپل جرم اعتراف کړی او ادعا لري چې خپل ورور يې د پلار د وژنې په تور وژلی دی.
د ده په خبره، شجاع اقرار کړی چې څه موده مخکې يې وژل شوي ورور پلار وژلی و او دوی هم د خپل پلار غچ اخيستلو له امله دغه کار کړی دی.
د طالبانو دغه مسوول زیاتوي، دوی شجاع نيولی او د پاتې دوو نورو تښتيدلو ورونو د نيولو هڅه کوي.
دا په داسي حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په ټول هېواد کې خپلمنځي شخړي ډيرې شوي او همدغه تيره ورځ هم په هلمند کې د خپلمنځي شخړو له امله یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
