طالبان د ټام وېسټ سفر په تړاو: زموږ پر ضد خلک پارول د امریکا په ګټه هم نه دي

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، که سیمې ته د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ د وروستیو سفرونو موخه د سیاسي اشخاصو سره په کتنه کې د طالبانو پر ضد د هغوئ را پارول وي د امریکا په ګټه نه دي.

ټام وېسټ پاکستان، هند، ترکیې او تاجکستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د طالبانو ضد سیاسي ګوندونو له استازو او شخصیتونو سره کتلي دي.

د طالبانو ویاند د دغو سفرونو په غبرګون کې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې ښاغلی ټام وېسټ دوه موخې تعقیبوي.

د هغه په ​​وينا، که امريکا غواړي چې په افغانستان او سيمه کې سوله او ثبات دوام ومومي، د ټام وېسټ سفرونه به ګټور وي، په هغه صورت کې چې هغه له هېواده بهر د طالبانو مخالفين پر دې قانع کړي چې هیواد ته را وګرځي او د هر ډول مخالفت څخه لاس واخلي.

مجاهد زیاتوي، که د ټام وېسټ موخه دا وي چې د طالبانو مخالفین د دې ډلې او د «سولۍ او ثبات» پر ضد را وپاروي نو، دا د امریکا په ګټه نه تمامیږي.

په ورته وخت کې هغه هیله من دی چې د ټام وېسټ د سفرونو موخه به په افغانستان کې سوله او ثبات وي.

مجاهد زیاته کړې، چې د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه سیمې ته سفرونه کوي.

طالبان ټینګار کوي چې له هغه وخته چې دغې ډلې د افغانستان واک تر لاسه کړی، په هېواد کې سرتاسري سوله او ثبات راغلی؛ په داسې حال کې چې نا امني او مرګوني بریدونه لا هم دوام لري. له بلې خوا له طالبانو سره پوځي مخالفت هم مخ په ډېرېدو دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه