طالبانو په ارزګان کې د زر کسانو لپاره يوه جهادي مدرسه جوړه کړې

اطلاعات روز: ارزګان کې طالب مسوولین وايي، د خپل مشرتابه د هدایت په اساس یې په دې ولایت کې د زر کسانو لپاره یوه جهادي مدرسه جوړه کړې ده.

طالبانو دغه مدرسه په هغه ودانۍ کې جوړه کړې چې مخکې ترې د پوهنتون استادانو او محصلینو د لیلې په توګه ګټه پورته کوله.

ددغې مدرسي يو تن مسول شيخ اسدالله حنيفي وايي، د دوی مشر ملاهبت الله په هدایت یې دغه جهادي مدرسه جوړه کړې چې دا مهال پکې جهادي زده کړې ترسره کېږي.

هغه وايي ددغه ډول مدرسو جوړيدل د افغانانو سره د شيخ ملاهبت الله يو لويه مرسته ده او خلک يې باید شکر ادا کړي.

ده زیاته کړه: «دغه مدرسه چې ۱۰۰۰ کسان به پکي زده کړې کوي يوه جهادي مدرسه ده چې د شيخ ملاهبت الله په هدايت جوړه شوې، يوازې په ارزګان ولايت کې دغه مدرسه نه ده جوړه شوې بلکې په نورو ولایتونو هم جوړې شوي، ټول افغانان يې باید شکر ادا کړي ځکه دغه يو لويه مهرباني ده چې پر افغانانو کيږي.»

دطالبانو په ملاتړ ديني عالمانو هم ددغې مدرسې د پرانيستلو پرمهال خبرې وکړې او زياته يې کړه چې ددغه ډول مدرسو پرانيستل په افغانستان کې ډير مهم دي.

يوتن ديني عالم زين لله وايي د طالبانو حکومت د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم دغه ډول مدرسې جوړې کړي او وايي دغه مدرسه د طالبانو د مشر ملاهبت الله ده او غواړي چې نوی ځوانانو ته پکي زده کړې ورکړي.

ملا زين الله پر تير حکومت نيوکه وکړه چې خلکو سره یې قانوني چلند نه کوه او د خلکو سره یې په ظلم کولو تورن کړ.

په ورته وخت کې هغه کسان چې په دغه مدرسه کې روزنه ورکول کيږي خوشحاله دي او زياتوي چې ددغه ډول مدرسو په جوړيدو سره به دوی د تعليم او تربيي برخه قوي شي.

طالبانو داسې مهال په ټول هیواد کې د مدرسو په جوړولو لاس پورې کړی چې هیواد کې د نجونو پرمخ د شپږم ټولګي پورته ټول ښوونځي تړل شوي او دې ډلې تر دې دمه د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو لپاره کوم طرحه نه ده جوړه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه