د پکتیا روغتیایي مرکزونو سره «AADA» موسېسې د موټر سایکلونو مرسته کړې

اطلاعات روز: په پکتیا ولایت کې د یونیسف نړیوالې مرستندویه ادارې په مالي ملاتړ له روغتیايي مرکزونو سره د AADA په نوم قرار دادي موسېسې د ۳۱ موټر سایکلونو او یو امبولانس مرسته کړې، خو د لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي بیا نیوکه کوي، چې د موټر سایکلونو پر ځای باید د درملو او نورو روغتیايي موادو همکاري شوی وای.

د دوی په خبره، چې د پکتیا ولایت په ډیری لېرې پرتو ولسوالیو کې په روغتونونو او کلینیکونو کې ناروغان د درملو له کموالی سره مخ دي.

د زرمت ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي حاجي کمال وزیر اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې د زرمت تعمیر بازار په ملکي روغتون کې د عادي ناروغ لپاره هم درمل په سختۍ پیدا کيږي او ډیری خلک مجبور دي، چې له شخصي درملتونونو یې ورته په پیسو وپیري.

پکتیا کې د روغتیایي مرکزونو سره مرسته شوی موټرسایکلونه او امبولانس

د نوموړي په وینا پکار ده، چې د بېځایه مصارفو پر ځای روغتونونو کې د درملونو او نورو اړینو موادو ستونزه حل شي.

هغه وویل: «مونږه ته موټرسایلکل هیڅ ګټه نه کوي، د دې پرځای به یې روغتون ته دوا ورکړې وه، ځکه دلته مونږ ناروغ راوړو، خو ډاکټر هر ځل نسخه شخصي دواخانو ته را کوي او له هغه ځایه یې په پیسو اخلو، نو که دغه مرسته یونیسف کړې وي او یا هم کومې بلې موسېسې دوی دې مهرباني وکړي، هغه څه ته دې اولیت ورکړي، چې اوس ورته خلک او ناروغان اړتیا لري.»

په همدې حال کې بیا د دغه ولایت د یوې بلې لېرې پرتې ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي اطلاعات روز ته وویل، چې دوی په روغتون کې نه یوازې دا چې د مسلکي ډاکټرانو له کموالي سره مخ دي، بلکې ناروغانو ته د درملو کموالی لویه ستونزه بلل کیږي.

هغه روغتیاپالانو ته د موټرسایکلونو ورکړه بېځایه او نمایشي چاره وبلله او غوښتنه یې وکړه، چې د دې پر ځای باید د شته ستونزو هواري لپاره مصارف وشي.

د پکتیا خلک وایي، روغتونونو کې درمل نشته او مریضان له خپله جیبه درمل اخلي

نوموړي وویل: «ځاځي اریوب چې یوه ګڼ نفوسه ولسوالۍ ده روغتون یې د هر هغه څه له کموالي سره مخ دی، چې اوس مهال ورته خلک او ناروغان اړتیا لري، مونږ له قرار دادي موسېسې دا هیله کوو، چې تاسو یو ځل په روغتونو او نورو روغتیايي مرکزونو وګرځئ چې هلته څه حال دی. ډاکټرانو ته موټر سایلکل ورکول دا مانا لري، چې هغوی باید نور یوازې چکرې پرې ووهي.»

په ورته مهال بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، یاد مرسته شوي موټرسایلکونه روغتیاپالانو ته ورکړل شوي او د دوی په خبره د روغتیايي سیستم د سمون لپاره یې په روغتیايي مرکزونو کې ځینې نور کسان هم ګمارلي دي.

د ځايي خلکو په وینا چې اوس مهال د پکتیا ولایت په جانیخېلو، زرمت، ځاځي اریوب او ځدراڼ میشتو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه د لومړنیو اړینو موادو له کموالي سره مخ دي، خو مسوولین وايي، ټولو روغتونونو ته یې کافي درمل او نور امکانات ورکړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه