اطلاعات روز: په هلمند کې ځایي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د يوې غونډۍ ښوويدنې له امله يوه ښځه مړه شوې او يو بل تن ژوبل شوی دی.
هلمنمد کې د ګرشک ولسوالۍ لپاره د طالبانو ویاند حافظ مظلوم وایي، دغه پیښه تېره شپه (سه شنبه، ۱۰ د غبرګولې) نا وخته دوه بجې د دې ولسوالۍ په «حاجي روف» کلي کې رامنځته شوې ده.
مظلوم زیاتوي، د حاجي روف کلي کې د یوې غونډۍ ښوویدنې له امله یو کور لاندې شوی چې ددې کور یوه میرمن پکې مړه شوې او یو بل کس ټپي شوی دی.
د ده په خبره چې په دې پيښه کې نور چاته زيان نه دی اوښتی او ددغه کورنۍ پاتې غړي ژغورل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تېره میاشت په بدخشان ولایت کې هم د غره ښوویدنې له امله یو شمیر ملکي کسان مړه او ټپیان شوي وو.
