زابل کې د طالبانو له لوري ټول بې جوازه درملتونونه وتړل شول

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وایي، ټول هغه درملتونونه یې تړلي چې کاري جوازونه یې نه درلودل او په غیر قانوني توګه یې درمل پلورل.

د زابل د عامې روغتيا مسوولين وايي، دغه ګام يې ځکه پورته کړی چې د دې ولايت خلکو د غيري قانوني او بې جوازه درملتونونو له فعاليت څخه شکایت کوه او د هغوئ د بندېدو غوښتنه يې کوله.

د زابل ولايت د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وويل، ياد درملتونونه یې ځکه تړلي چې جوازونه نه لري او له بلې خوا يې بې کیفیته درمل په ګرانه بیه پلورل.

نوموړي زياته کړه چې دا لړۍ يې د روغتيا وزارت او زابل ولايت مقام په لارښونې سره پيل کړې او تر هغو پورې به دوام وکړي ترڅو د درملتونو مسوولين جوازونه ترلاسه کوي.

دی وايي، ياد اقدام يې ځکه ترسره کړ ترڅو ټول درملتونونه د قانون مطابق د خصوصي سکتور‌ په چوکاټ کې کاري جوازونه ترلاسه او خپل فعاليت وکړي.

د زابل د عامې روغتيا ریيس زياتوي، چې اوس مهال په دې ولايت کې نېږدې پنځوس درملتونونه د فعاليت جواز لري او پاتې نور ټول بې جوازه او په غيري قانوني ډول  فعاليت کوي. 

حکيمي وايي، چي د عامې روغتيا وزارت په راتلونکي کې پلان لري ترڅو ټولو هغو درملتونونو ته جوازونه توضیح کړي چې معيارونه يې پوره کړي وي او يوازې جوازونو ته اړتيا ولري.

د هغه په خبره چې ټول تړل شوي درملتونونه به تر آمر ثاني پورې تړلي وي او د روغتيا وزارت په دې اړه پرېکړه کوي.

د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي او درمل پلورونکي د زابل ولايت د عامې روغتيا رياست له دغې پرېکړې هرکلی کوي او يو شمېر نور یې بيا غندنه کوي.

د زابل په مرکز قلات ښار کې يو تن د درملو پلورونکي چې خپل نوم نظر محمد يادوي اطلاعات روز  ورځپاڼې ته وويل، د تېر حکومت پر مهال هېڅ چا دوی ته جوازونه نه ورکول، نو ځکه يې درملتون تر اوسه بې جوازه فعالیت کوي.

دی وايي، د طالبانو حکومت بايد څو مياشتې وړاندې د درملتونو مسوولينو ته خبر ورکړی وای چې جوازونه ترلاسه کړي.

دغه درمل پلورونکی زياتوي، چې طالبان بايد خلکو ته وخت ورکړي او د جوازونو د ورکړې لړۍ چټکه کړي، ترڅو د درملتونو ټول مسوولين جوازونه ترلاسه کړي.

د‌ نظر محمد په وينا، چې حکومت د دې پرځای چې د دوی دواخانې وتړي باید ملاتړ یې وکړي او داسې یوه طرحه جوړه چې ستونزه حل شي.

دغه راز يو بل تن د درملتون مسوول چې نه غواړي نوم يې ياد شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، حکومت بايد څو مياشتې مخکې دوی خبر کړی چې جوازونه واخلئ.

د‌ده په خبره، چې د عامې روغتيا مسولين راغلل او درملتون یې وتړه او دومره یې وویل چې روغتیا ریاست ته ورشي.

دغه درمل پلورونکي وايي، چې د جواز په اخیستو زیات مصرف راځي او کومې پیسې چې طالبانو د جواز اخیستو لپاره ټاکلي دوی پرې بل کاروبار شروع کولای شي.

د زابل اوسېدونکي هم د درملتونونو له ګډوډ فعاليت څخه په تنګ راغلي او د طالبانو د حکومت د دې اقدام هرکلی کوي.

د دې ولايت اوسېدونکي زياتوي، چې ستونزه يوازې د جوازونو نه ده بلکې ناقانونه درمل هم پلورل کېږي او مسلکي کسان هم شتون نه لري.

د يادونې وړ ده چې په زابل ولايت کې ډېر شمېر بې جوازه او غيرې معياري درملتونونو فعاليت درلود چې دم ګړۍ د دې ولايت د عامې روغتيا رياست له لوري ټول تړل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه