د خوست روغتیاپالانو د تنخوا نه ورکړې له امله کاري اعتصاب کړی

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په خوست ولایت کې د ولایتي روغتون او ځینو نورو روغتیايي مرکزونو روغتیاپالانو له دې امله په اعتراض لاس پورې کړی، چې ګواکې د طالبانو په راتګ سره یې د څو میاشتو معاشونه نه دي اخیستي.

ډاکټران وايي، طالبانو او د همکاره موسېساتو مسوولینو ورسره ژمنه کړې وه، چې دوی ته به د تېرو میاشتو تنخوا هم ورکوي، خو د دوی په خبره، چې د پخوانیو ترڅنګ ورباندې د تېرو څو میاشتو معاشونه هم پاتې دي.

د دغه اعتراض یو تن برخوال ډاکټر چې ځان نور ولي معرفي کوي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې یې ۲۰ سلنه امتیازي پیسې ځنډول شوي او اوس ورباندې د نوي حکومت مسوولینو په معاشونو هم سترګې پټې کړې دي.

هغه وویل: «مونږ پخوا په دې ستونزه کې و، چې ډاکټرانو ته به امتیازي پیسې راتلې، خو په تېر نظام کې هغه بندې شوې، ولې اوس بیا ستونزه دا ده، چې خپل حق مو نه راکول کیږي، چې هغه معاشونه دي. نو په دې برخه کې روغتیايي مسوولین او نور د همکاره موسېساتو مسوولین خورا ناغیړي کوي.»

په کاري اعتصاب کې شامل یو بل ډاکټر وویل، چې دوی به خپل اعتراض ته دوام ورکوي، تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوي.

د هغه په وینا چې اوس مهال د ۴۵۰ کارکوونکو ۲۰ سلنه امتیازي پیسې او دریو میاشتو معاشونه ځنډول شوي دي.

نوموړی وايي: «مونږ دلته چې راوتلي یو، د خپل حق غوښتنې لپاره یو او په دې کې که زمونږ غوښتنې و نه منل شي، نو خپل اعتراض ته به دوام ورکوو، ځکه د امتیازي پیسو ترڅنګ مو د دریو میاشتو معاشونه ځنډېدلي، چې اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یو.»

په همدې حال کې بیا د خوست لپاره د طالبانو روغتیايي مسوولین وايي، د دې موضوع د څېړنې لپاره یې پلاوی ټاکلی، تر څو له دوی سره ټول مالومات شریک کړي.

د اعتراض په ډول د خوست ولایت د روغتیايي مرکزونو د ډاکټرانو او نرسانو ترڅنګ په یادو مرکزونو کې پیاده کارکوونکي هم شامل دي او د خپل حق غوښتنه کوي.

په دې روستیو کې د هیواد له ګڼو ولایتونو ورته شکایتونه ډېر شوي او روغتیايي کارکوونکي د معاشونو او خلک بیا په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او نورو امکاناتو غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه