د هند کرېکټ غوره لیګ اتلولي ګجرات لوبډلې وګټله

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای پي اېل سږنی جام ګجرات ټایټنز لوبډلې پورته کړ.

ګجرات ټایټنز لوبډلې په ای پي اېل کې په خپل لومړني حضور سره راجستان رویلز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره تېره شپه (یکشنبه، ۸ د غبرګولي) د دغه سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د ۲۰۲۲ کال ای پي اېل پایلوبه چې د ګجرات په کوربه توب د احمد اباد په نریندرامودي سټډیوم کې ترسره کیده، راجستان لوبډلې د بچې په ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو به سوځیدو ۱۳۰ منډې جوړې کړې.

په دوهمه پاڼۍ کې د ګجرات لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۹ اورو کې د درې وېکټو په چپه کیدو سره ترلاسه کړ او د دې لیګ د ۱۵ پړاو اتلولي یې خپله کړ.

ګجرات لوبډلې د راشد خان تر څنګ دوه نور افغان لوبغاړي «نور احمد لکڼوال» او «رحمن الله ګوربز» هم اخیستي و خو سږ کال دواړو ته د لوبیدو چانس ور نکړل شو.

راشد خان په سږني ای پي اېل کې د ګجرات په ګټه ۱۹ ویکټې واخیستې او دهغو لوبغاړو به سر کې ځای لري چې کمې منډې یې ورکړي دي.

راشد خان سږ کال د هند غوره لیګ سیالیو کې ښه ثابت شو او ګجرات لوبډلې ته یې ۱۹ ویکټې واخیستې

په پایلوبه کې راشد خان څلور اورونو کې یوه ویکټه واخیسته او ۱۸ منډې یې ورکړې.

په همدې حال کې د ګجرات لوبډلمشر هاردېک پانډیا پایلوبه کې ښه وځلید او دریو ویکټو په اخیستو او ۳۴ منډو په ترسره کولو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د هند غوره لیګ (IPL) په دغه هیواد کې د نارینه وو د شل اوریزه کرېکټ تر ټولو ستر او مخکښ سوداګریز لیګ بلل کېږي او د نړۍ په لر او بر کې میلیونونه مینوال لري. دغه سیالۍ په ۲۰۰۷ کال کې د هند کرېکټ بورډ لخوا پېل شوې او دا یې ۱۵ پړاو دي چې پایلوبه یې د ګجرات ټایټنز لوبډلې وګټله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه