نیمروز کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ دوه مشکوکې پیښې موندل شوي

اطلاعات روز: د نيمروز ولايت د کوويډ-۱۹ روغتون ډاکټران وايي، په دغه ولايت کې د بيزو تڼاکې یا مانکي پاکس ناروغۍ دوه مشکوکې پېښې موندل شوي دي.

د نیمروز روغتیا پالان وایي، دغه دوه کسان یې ځکه بستر کړي چې پر بدن یې د بیزو تڼاکې یا چیچک ناروغۍ نښې نښانې لیدل شوي دي.

ډاکټران زیاتوي، چې دغه ناروغان په دې وروستيو ورځو کې د ايران هېواد د سيستان ايالات د چابهار ولسوالۍ څخه نيمروز ته راستانه شوي او د صحي کارکوونکو له لوري يې ناروغي موندل شوې.

د دوی په خبره دواړو ناروغانو عمرونه له ۱۵ څخه بيا تر ۱۹ کلونو پوري دې او د يوې مياشتې له پاره به د دې ولايت په کوويډ-۱۹ شفاخانې کې بستر وي.

د دې شفاخانې د ډاکټرانو په وينا، چې د بيزو ټڼاکې ( Monkey pox) د ناروغانو د تشخیص معاينات يې د روغتيا نړيوال سازمان (W.H.O) په مرسته له هېواد څخه بهر استولي ترڅو ثابته کړي چې آيا همدا د بيزو تڼاکې په نوم نوې ناروغي ده او که نه.

 دوی دا هم وويل، اوس وخت په داخل د افغانستان کې هيڅ يو داسې لابراتوار او کيټونو ته لاس رسی نه لري تر څو دا ناروغي په‌کې تشخيص کړي.

د بیزو تڼاکه ویروسي ناروغي ده، چې پرې اخته کسان والګي ډول په څېر ستونزې پيدا کوي او ورو ورو یې په بدن تڼاکې او سور والی پيدا کېږي چې ورسره سوی او درد هم لري.

په ورته وخت کې د نيمروز څخه يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل کوم کسان چې د نيمروز ولايت په کوويډ-۱۹ شفاخانې کې د بيزو چیچک ناروغۍ تر نوم لاندې بستر شوي و، هغوئ د يکشنبې په ورځ له روغتون تښتیدلي و چې وروسته طالبانو ونیول او بیرته یې روغتون ته وسپارل.

په نړۍ کې د مانکي پوکس ویروس شاوخوا ۲۰۰ پېښې تازه تایید شوي چې سل یې له افریقا بهر دي.

روغتیا پالان وايي، کېدای شي چې دا ناروغي هم د کوويډ-۱۹ ناروغۍ په شان ډېر ژر د نړۍ د هېوادونو تر منځ خپره شي هغه څه چې مخکې له مخکې يې د روغتيا نړيوال سازمان تر خپلې اغیزې لاندې راوستی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه