اطلاعات روز: پکتیکا کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې یو کس د ۵۹ پسونو د غلا په تور نیولی دی.
په دې ولایت کې د طالبانو یوې ځايي امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (شنبه، ۷، د غبرګولي) اطلاعات روز ته وویل، چې نیول شوي کس څو ورځې وړاندې په پکتیکا ولایت کې له یو سوداګر ۵۹ پسونه تر بیول کېدو وروسته له کرښې پورې غاړه خرڅ کړي دي.
د نوموړي په وینا یاد کس تر تعقیب وروسته نن د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې په دې قضیه کې دوه نور کسان هم ښکېل دي او تر اوسه یې د طالبانو امنیتي کسان په نیولو نه دي بریالي شوي.
په دې وروستیو کې د پکتیکا ولایت په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې د انسان تښتونې او غلا پېښې ډېرې شوي، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.
