د پکتیکا په هغو سیمو کې د پولیو واکسین پیل شوی، چې پخوا په کې حرام بلل کېده

د پکتیکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین پیل شوی، چې د مسوولینو په خبره په روانو دریو ورځو کې به ۲۶۷۰۰۰ ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

د پکتیکا ولایت روغتیايي مسوولین وايي، له کومې ستونزې پرته یې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین درې ورځنۍ کمپاین پیل کړی.

په همدې حال کې بیا یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د پکتیکا ولایت په هغو ولسوالیو کې هم د طالبانو د روغتیا ریاست له لوري د یاد واکسین ورکړه پیل شوې، چې پخوا به په کې حرام بلل کېده او روغتیا پالانو ته یې اجازه نه ورکوله، چې ماشومانو ته واکسین ورکړي.

هغه وویل: «زمونږ په تروې، وازیخوا او ځینو نورو ولسوالیو کې واکسیناتورانو ته اجازه نه وه، چې هلته دوی د طالبانو له وېرې ماشومانو ته واکسین ورکړی وی، ځکه هلته خلکو ته ویل شوي و، چې دا واکسین حرام دی او خپلو ماشومانو ته یې مه ورکوئ.»

د یادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې پکتیکا د هیواد له هغو ولایتونو و، کوم چې په کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوې وې او د طالبانو د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په ټول هیواد کې نږدې ۱۰ میلیونه ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکول کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه