اطلاعات روز: د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ننګرهار ولایت ته سفر کړی او د ډیورنډ فرضي کرښې له نږدې سیمو څخه یې لیدنه کړې.
په حتیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي محمد وحید الله محمدي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو د دفاع سرپرست وزير تیره ورځ ( جمعه، ۶ د غبرګولي) ننګرهار ته سفر کړى و.
وحیدالله زیاتوي چې ملا یعقوب د خپل سفر پر مهال د ننګرهار غني خيلو، اچين، نازيانو ، مهمندرې، لعلپورې او ګوشتې ولسواليو کې ډيورنډ فرضي کرښې ته له نږدې سيمو لیدنه وکړه او دغه راز يې له ځايي اوسېدونکي سره هم ناستې درلودې.
نموړی زياتوي، د دفاع وزارت سرپرست ولسونو سره په کتنه کې دوی ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد له سرحدونو بشپړه دفاع کوي او د ډاډمن امنیت ساتلو په موخه تل هلې ځلې کوي.
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر دغه راز په ختيځ کې د خپلې قول اردو مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې خلکو ته د خدمت او اسانتیاوو په برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.
واک ته د طالبانو په رسیدو سره دا لومړى ځل دى چې د ملي دفاع سرپرست وزیر ننګرهار ته د سفر پر مهال د ډيورند فرضي کرښې له نږدې سيمو ليدنه کوي.
