ملا هبت الله طالبانو ته: زما هره خبره د شریعت یو حکم وګڼئ او عمل پرې وکړئ

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده تازه د کندهار ولایت له طالب ولسوالانو او امنیې قومندانانو سره لیدنه کړې او هغوی ته یې په دغه کتنه کې یو لړ هر اړخیزې خبرې او سپارښتنې کړې دي.

نموړي ټولو طالبانو په خطاب کې ویلي: « سپارښتنه درته کوم چې زما خبرې داسې یادښت کوئ اوعمل پرې کوئ لکه د شریعت یو حکم.»

ده ټینګار کړی چې د طالبانو د حکومت بریالیتوب په اطاعت کې دی او زما داسې اطاعت وکړئ لکه د شریعت یو حکم، که مو اطاعت ونه کړ کامیابي به مو په ناکامي بدله شي.

باختر دولتي خبري اژانس چې د طالبانو تر څار لاندې فعالیت کوي د ملا هبت الله دغه څرګندونې نن (پنج شنبه، ۵ د غبرګولي) خپرې کړي دي.

په دغه څرګندونو کې ملا هبت الله پر طالب مسوولینو غږ کړی چې اختلافات مه کوئ یو د بل سره همکاري وکړئ، ځانونه په شریعت برابر، خپلې څڼې کمې او ځانونه اصلاح کړئ که یې اصلاح نه کړئ نظام او ولس ته به زیان ورسیږي.

هغه په خپلو سپارښتنو کې زیاته کړې: «یتیمانو ته د تعلیم زمینه برابره کړئ او د طالبانو د پوهې سطحه لوړه کړئ، سیمنارونه ورته جوړ کړئ تر څو په اداري برخه کې مهارت پیدا کړي.»

د طالبانو مشر په ټینګار سره ویلي، چې طالبان دې د انځورونو او ویدیوګانو څخه په کلکه ډډه وکړي، زیرک مبایلونه او انټرنیټ دې ډیر نه کاروي او نه دې نور کسان ورته هڅوي.

ملا هبت الله دغه راز پر طالبانو امر کړی چې په کومو ولسوالیو کې چې مدرسې نه وي ژر تر ژره یې باید جوړې کړي، خو هغه په هیواد کې د ویجاړو مکتبونو او نجونو ښوونځیو په هکله څه نه دي ویلي.

هغه له مسوولو طالبانو غوښتي، چې چا په تېر شل کاله کې مبارزه کړې، قرباني یې ورکړې، قدر یې وکړئ شاته یې مه پریږدئ او همدا راز یې ویلي چې د قاضیانو قدر وکړئ او خپلو صفونو کې بدو خلکو ته ځای مه ورکوئ.

طالب مشر په خپلو تازه څرګندونو کې هیواد کې په فقر، غربت، اقتصاد، د نجونو پر زده کړو داخلي او بهرني سیاست هیڅ خبرې نه دي کړي یواځې یې خپلو طالب مسوولینو ته د چارو د سمون په خاطر لارښوونې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه