لوګر: د «سنځل ګل» کلنۍ مشاعره؛ شاعران وايي، د خپل زړه حال نشي بیانولی

هر کال د هیواد په ډیری ولایتونو کې په بېلابېلو نومونو کلنۍ مشاعرې ترسره کیږي، چې له دې ډلې یې د لوګر سنځل ګل کلنۍ مشاعره هم خورا زیات مینوال لري، خو سږ کال د شاعرانو په وینا له دې امله خوندوره نه وه، چې شاعرانو په کې د خپل ذوق شعرونه و نشوای ویلی.

دغې مشاعرې ته د هیواد له بېلابېلو ولایتونو راغلیو شاعرانو او لیکوالانو د ادبي ناستو او مشاعرو په کمرنګي حالت اندېښنه څرګندوي او وايي، چې د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري چې اوس مهال کومې مشاعرې ترسره کېږي د تېر نظام په پرتله په خورا ټیت حالت کې دي او شاعران ازاد خیالي نشي کولای.

 په دې اړه یو تن شاعر عبدالله وویل: «که څه هم سږ د [سنځل ګل] مشاعره وه او مونږ هم په کې ګډون وکړ، خو څه چې مونږ لیکلي و او زړه مو غوښتل د ځینو امنیتي ستونزو له امله مو و نشوای ویلی، ځکه که اوس ته په شعر کې په حکومت نیوکه وکړې، نو سمدستي دې غواړي او پوښتنې در نه کوي، نو زما په ګډون ډیری ازاد خیاله شاعران له ورته ستونزې سره مخ و.»

شاعران وایي، د طالبانو حکومت کې ځپلو مینوالو ته هغه څه نشو وړاندې کولای چې زموږ زړه یې غواړي

یو بل شاعر جاوېد بیا وايي، که څه هم د طالبانو حکومت له لوري په شعر او شاعرانو ښکاره محدودیتونه نه دي وضع شوي، خو په ادبي ناستو کې بیا د خپل ذوق هغه څه چې شاعر یې خپلو مینوالو ته وړاندې کول غواړي نه شي وړاندې کولی.

هغه وویل: «مونږ چې اوسنۍ وضعیت ګورو نو واقعا د اندېښنې وړ ده، ځکه چې څومره چې ادب ته باید کار وشي او اطلاعات او کلتور وزارت یا په ولایتونو کې شاعران راټول کړي، نو هماغسې هیڅ هم تر اوسه نشته. اوس زمونږ غوښتنه له نوي حکومت څخه دا ده، چې شاعرانو او لیکوالانو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.»

د جوړې شوې ادبي غونډې پر مهال بیا د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت معین رفیع الله صمیم په خبرو کې له شاعرانو غوښتنه وکړه، چې خلکو ته د شعر په ژبه هیوادنۍ مینې او یووالي پیغام ورکړي.

معین وویل: «نور باید په شعرونو کې شاعران خپل شعرونه په دې را و نه څرخوي، چې یو چاته دې په کې پېغور ورکړي یا دې په ناسمو الفاظو یاد کړي، بلکې وخت د دې را رسېدلی، چې شاعران او لیکوالان په ادبي ژبه خلک یووالي او وطن دوستۍ ته وهڅوي.»

کابو ۱۶ کاله وړاندې په لوګر ولایت کې د سنځل ګل په نوم کلنۍ مشاعره پیل شوه، چې ۱۶مه مېله یې د طالبانو تر نظام لاندې ولمانځل شوه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه