هلمند کې د بېکاري او اقتصادي ستونزو له امله د ځان وژنې پیښې ډیرې شوي

واک ته د طالبانو رسيدو وروسته په ټول افغانستان کې بې کاري زور اخیستی، زیات شمیر ځوانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له سخت فقر او غربت سره مخ شوي، چې له همدې امله زیاتره افغان ځوانانو په قاچاقي لارو بهرنیو هیوادانو ته مخ کړې او یو شمیر چې غربت تر ستوني راوستي د ځان وژنې هڅه کوي.

هلمند د افغانستان یو له هغو ولایت څخه دی چې تر سیاسي بدلون وروسته پکې د ژور خفکان او نورو ناروغیو له امله د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.

بیکاري او اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې د هلمند ولایت ډېری اوسېدونکي یې په ژور خفګان او رواني ناروغیو اخته کړي دي.

هلمند کې روغتيايي چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله د ځان وژنې پيښې زياتي شوي دي.

د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید د رواني ناروغیو له امله د خلکو د ځان وژنې دقیق شمېر په ډاګه نه کړ، خو ویې ویل چې په هرو دوو یا درېیو میاشتو کې په یاد ولایت کې د ځان وژنې پیښې تر ۱۶ پورې ثبتېږي.

دی په ورته وخت کې د عقلي او عصبې برخې د ډاکټرانو پر نشت نیوکه کوي او وایي چې هلته پر هغو موسېسو سربېره چې په روغتیایي برخه کې فعالیت ترسره کوي، خو بیا هم یو عصبي ډاکټر په دغه ولايت کې شتون نه لري.

هلمند کې د عامې روغتیا رییس وایي، په روغتونونو کې عقلي او عصبي ډاکټران نه لرو ځکه رواني ناروغۍ زیاتې شوي

سعید همدارنګه خبر ورکوي چې په راتلونکي کې به د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته د اعصابو په برخه کې یو شمېر ډاکټران د تخصص لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوي.

ډاکټر سعید زیاتوي:«دا کسان به په بهر کې تر زده کړو وروسته افغانستان ته راځي او په ځانګړي ډول به په هلمند ولایت کې نورو ډاکترانو ته روزنه ورکوي.»

په لښکرګاه ښار کې د عقلي او عصبي برخې یواځینی متخصص ډاکټر نور احمد ولي زاده وايي، چې هره ورځ تر  ۵۰پورې داسې کسان ورته راځي چې په ژور خفګان او یا هم رواني ناروغیو اخته وي.

نوموړی وايي، ددغه ډول ناروغانو د درملني لپاره دوی دومره امکانات نه لري او يوازي يادو کسانو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو کورنيو د غړو سره په څنګ کې تر ډيره وخته پاتې شي.

ده وویل:«دا ناروغان ځان وژنه کوي، که څه هم نظرونه ورسره شریکېږي. موږ یوازې دا توصیه ورته کوو چې له خپلې کورنۍ سره تل یوځای وي او ځان یواځې پرینږدي.»

په ورته مهال هلمند کې عام خلک هم په ورته نظر دي او زياتوي چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په ټول هېواد کې خلک له فقر او غربت سره مخ دي چې له امله يې ځان وژنې ته اړ کيږي.

د هلمند يوه اوسيدونکي حاجي محمد د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې طالبان باید خلکو ته د کاري زميني برابرولو ترڅنګ پر عامو خلکو لګول شوي محدوديتونه کم کړي اود خلکو سره په بیلابیلو برخو کې مرستې وکړي.

نوموړی زياتوي چې په دغه ولايت کې ډير شميرکسان اوس مهال په رواني ناروغۍ اخته دي چې لامل يې فقر او د طالبانو لخوا لګول شوي محدوديتونه دي.

دده په وینا:«رښتيا هم ځان وژنې پيښې زياتې دي لامل يې د کار نشتون او د طالبانو لخوا پر خلکو بنديزونه دي طالبانو باید عام خلک خپل د ژوند چارو ته پريږدي.»

سيدګلاب اغا چې د هلمند په مرکز لښګرکاه کې اوسيږي او د خپل ۱۹ کسيزي کورنۍ د ساتنې مسووليت هم وردغاړې دی وايي، چې  واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته ډيرې کمي داسي ورځې وي چې مزدوري وکړي.

هغه وايي غریبي اوس په رواني ناروغۍ اخته کړی او ډير وخت يې په فکر کې راګرځي چې ځان وژنه وکړي او د شته ستونزو څخه ځان خلاص کړي.

نوموړی د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې په افغانستان کې دي خلکو ته د کارزمينه برابره کړي ترڅو د عامو خلکو اقتصادي وضيعت ورسره ښه شي.

دی وايي:«زما سره په کور کې ۱۹ کسان دي د ټولو ساتنه زه کومه کله چې موسېسيې ته ورشمه هغوئ ماته مرسته نه راکوي سړي څه وکړي ډير وخت مې په فکر کې راګرځي چې ځان وژنه وکړمه.»

په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت بیا وايي، دوی خلکو ته د کار پیداکولو او اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو لپاره پوره هڅې کوي.

د طالبانو د حکومت وياند زبيح الله مجاهد وايي د سړکونو پر سر سوالګر به راټول کړي او وخت پر وخت به وسره مرستې وکړي.

هغه وايي هغه کسان چې دامهال بې دندو دي دوی به ورته په بیلابیلو برخو کې دندې پیداکړي.

یواځې هلمند نه دی چې خلک یې په رواني ناروغیو اخته شوي، بلکې په دې وروستیو کې په هېواد کې د فقر او بېکارۍ ډېرېدو سره ګڼ شمېر کسان په رواني ناروغیو اخته شوي او ان تر دې چې ځان وژنې ته یې هم لاس اچولی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه