ننګرهار کې یو ۱۳ کلن هلک د پنځه میاشتو نادرکۍ وروسته خپلې کورنۍ سره یو ځای شو

اطلاعات روز: ننګرهار کې یو ۱۳ کلن ماشوم چې کورنۍ یې مړ بللی و، له پنځو میاشتو نادرکۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

د نعمان په نامه یو ۱۳ کلن ماشوم چې د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی، نیږدې پنځه میاشتې وړاندې له خپلې کورنۍ نادرکه شوی و او بیا یې کورنۍ ته ویل شوي و، چې زوی یې وژل شوی دی.

د نعمان پلار عبدالرحمن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کله چې ترې خپل زوی نادرکه شو، د مدرسې له ښوونکو يې پوښتنې وکړې او ان کور په کور وګرځېد؛ خو درک يې ونه موند.

نوموړی وایي، چې بیا يې کورنۍ له ډېرو لټولو وروسته د هغه په نوم د یوه بل ماشوم جسد د ننګرهار عامې روغتیا څخه ترلاسه کړ او خاورو ته يې وسپاره.

عبدالرحمن زیاتوي:« زما د نعمان په نامه یو زوی چې په یوه دیني مدرسه کې یې زده کړې کولې له تیرو پنځو میاشتو راهیسې نادرکه و، ما یې چې مدرسه کې پوښته وکړه خو هغوی یې هم په اړه مالومات نه لرل دلته ننګرهار کې مو هر کور او هر کلي کې پوښتنه وکړه، خو هیچا یې په اړه مالومات را نه کړل. له دې وروسته یو ورځ چا زنګ را واوهه او ویل یې چې زوی دې چا وژلی او د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون کې يې جسد پروت دی، بیا د ننګرهار روغتون ته لاړم او هلته راته ډاکترانو د یو ماشوم مړی چې زما د زوی په شان و، را وسپاره او ویل یې دا ستا زوی دی، بیا مو ورته جنازه وکړه او هره ورځ به یې قبر ته تلم خو دا دوه ورځې کیږي زوی مې په خپله کور ته راغلی او ویل یې زه پاکستان کې وم.»

خو په خپله ۱۳ کلن نعمان کیسه کوي، چې جلال اباد ښار کې يې په یوه دینې مدرسه کې زده‌کړې کولې او هر څلور اوونۍ وروسته به کور ته په رحصت تللو.

نوموړی وایي، چې مدرسه کې د ښوونکو او زده کوونکو چلن ورسره ښه نه او مجبور شو چې د پاکستان یوې دیني مدرسې ته له کورنۍ بې اجازې او بې مشورې پټ لاړ شي.

نعمان په ژړه غوني اواز وویل، هلته یې پنځه میاشتې تېرې کړې؛ خو له دې خبر نه و، چې کورنۍ يې ورپسې څومره کړېدلې.

د نوموړي لیدو ته اوس کلیوال او آن هغه کسان راځي چې پنځه میاشتې وړاندې یې د هغه په نوم د یو بل ماشوم جنازه کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه