اطلاعات روز: پکتیکا ولایت کې ځايي سرچینې وايي، تېره شپه ناپېژانده کسانو د پکتیکا ولایت د ځانګړو ځواکونو د مخکښ قومندان «عزیز الله کاروان» مقبره یو ځل بیا په بمونو الوځولې ده.
ځايي سرچینې نن (سې شنبه،۳ د غبرګولي) اطلاعات روز ته وویل، چې بېګاه شپه شاوخوا ۱۲ بجې د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو او وروسته مالومه شوه، چې د قومندان عزیز الله کاروان د مقبرې پاتې برخې ته چاودنه ورکړل شوې ده.
د دغې پېښې په اړه په پکتیکا ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا دوهم ځل دی، چې د قومندان کاروان مقبره الوځول کیږي.
عزیز الله کاروان چې د تېر حکومت له نوموتو نظامي قومندانانو ګڼل کېده، په تېر ۲۰۱۸ کال د پلازمینې کابل اړوند پردوسي پارک سره نږدې د مخ پټو وسله والو له لوري په ډزو سره ووژل شو.
